واشنګټن پوسټ: د غني کورنی سیاست د کورنۍ جګړې اصلي خطر دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ په یوه مضمون کې د افغانستان پر روان وضعیت بحث کړی او د محمد اشرف غني کورنی سیاست يې د کورنۍ جګړې د خطر په توګه یاد کړی دی.

د سرچينې په وینا په حکومت کې نه همغږي او د سولې اړوند د ډاکټر غني خپل سرې څرګندونې هغه څه دي چې ښايي د ده پر وړاندې کودتا رامنځته کړي.

د مقالې د لیکوال په وینا د محمد اشرف غني دریځ د ټول حکومت دریځ نه دی، هغه د سولې په برخه کې داسې څرګندونې کړې، چې د حکومت نور شریکان يې ورسره همغږي نه دي.

د سرچینې په قول محمد اشرف غني د سولې د طرحې په برخه کې هغه څه ويلي چې د امریکا له ګټو سره هم په ټکر کې و، ځکه خو به دی د طالبانو پر وړاندې د جګړې له دوام سره لاس او ګرېوان وي.

ورځپاڼې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د یوې اجماع یادونه کړې، خو ضمناً يې یاده کړې چې د اجماع لپاره هم شرایط خورا پېچلي شوي دي.

محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې په پکتیا کې هم د کابل پروسې د ناستې یادونه وکړه او ويې ویل چې د سولې لپاره يې بې ساری تمایل ښوودلی دی.

خو تر دې یوه ورځ وروسته په کندوز کې پر یو مسجد د امنیتي ځواکونو په هوايي بمبار کې ۱۷۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول چې په کور د ننه او بهر يې توند غبرګونونه را وپارول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د