ایران د (موساد) جاسوسي شبکه کشف کړي

iran_israel

(نن ټکی آسیا) نن ایراني حکومتي چارواکو اعلان کړی چې دوی یو جاسوسي شبکه چې د اسراییل د جاسوسي ادارې (موساد) سړه یی تړاو درلود کشف کړې او دهغو ټوله افراد یي نیولي.
دوی ویلي چې ددې شبکې افرادو د ایټمي عالم مسعود علی محمدي قتل کې لاس درلود.
ایرانی رسنیو ویلي چې ددې کیسي نور تفصیل به په را روانو څو ورځو کې ایراني حکومتي چارواکي اعلان کړي.


مسعود محمدي تېر کال په ۱۲ جنوري کې د کور څخه د وتلو پر مهال په یو بمي چاوندنه کې وژل شوی وو، او په هغه کې لا ایران دده د قتل پړه پر اسراییل او امریکا اچولې وه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.