نړۍ

سيستاني: شعيه ګان دې د اسلامي ځواکونو پر خلاف وسلو ته لاس کړي

نن ټکی اسيا: د عراقي شعيه ګانو تر ټولو لوی مذهبي مشر ايت الله علي السيستاني ټولو شعيه ګانو ته ويلي، چې د سني اسلامي ځواکونو پر خلاف دې وسلو ته لاس کړي او د عراقي پوځيانو تر څنګ وجنګيږي او د اسلامي دولت د ځواکونو مخه دې ډب کړي.

ايت علي السيستاني نن د جمعې له لمانځه وروسته په خپل يو پيغام کې له ټولو شعيه مذهبو وغوښتل، چې د اسلامي دولت ځواکونو په ډېر منډه د عراق ختيځې برخې ونيولې او اوس د سويل لور حرکت کوي.

سيستاني خپلو ټولو پلويانو ته اعلان وکړ، چې له هرې لارې وي، بايد وسلې تر لاسه کړي او د عراقي عسکرو تر څنګ د سني اسلامي ځواکونو پر خلاف د جګړې ډګر ته راشي.

 

سيستاني د سني اسلامي ځواکونو پر خلاف جګړه مقدسه جګړه وبلله او زياته يې کړه، چې دا د شعيه ګانو او سنيانو تر منځ د تاريخ لويه جګړه ده.

له دې مخکې د عراق لومړي وزير نور المالکي ويلي و، که عراقي ځواکونه د اسلامي دولت مقابله ونشي کړای، نو ولس کې به وسلې و وېشې تر څو د سني جهاد ډلو مقابله وکړي.

د نوري المالکي تر څنګ ايران او امريکا هم د اسلامي ځواکونو له پرمختګه انديښمن او غواړي چې پر هره طريقه وي، د اسلامي دولت د ځواکونو مخه ونيسي.

د اسلامي دولت ځواکونو نن د جمعې په ورځ هم دوه نوي ښارونه ونيول او داسې ګومان کيږي، چې ډېر ژر به تر پلازمېنې بغداده ځانونه ورسوي.

نوموړو ځواکونو دياله ولايت کې سعديه او جلولا سيمې ونيولې او دولتي امنيتي ځواکونه خپلې مورچې پريږدي او له سيمې تښتي.
دولة العراق والشام الاسلامية غواړي، چې ځانونه پلازمېنې بغداد او جنوبي سيمو ته ورسوي.

د عراق جنوبي سيمو کې ډېری اوسيدونکي شعيه ګان دي.

د يادونې وړ ده، د اسلامي دولت ځواکونو تېره چهار شنبه موصل او د صدام حسين پلرنی ټاټوبی تکريت او ګڼې نورې سيمې ونيولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x