ارشیف؛ بغلان کې طالبانو ته تسلیم شوي عسکر

طالبان: تېره میاشت کې نږدې ۴۰۰ دولتي منسوبینو دندې پرېيښې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د بلنیز کمیسیون خبرپاڼه وايي، چې د دوی بلونکي توانېدلي چې په تېره میلادي میاشت کې نږدې ۴۰۰ دولتي منسوبين خپلو دندو پرېښو ته قانع کړي.

د خبرپاڼې له مخې د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون توانېدلی چې مارچ میاشت کې ۳۸۵ تنه دولتي منسوبين له دندو زړه توري کړي.

په دې کسانو کې چې طالبانو يې پخپله ویبپاڼه کې د لنډ شهرت بشپړ تفصیل خپور کړی، ګڼ هغه کسان دي چې په نظامي برخه کې پر دندو بوخت و.

د طالبانو په خبرپاڼه کې دعوه شوې، چې دې کسانو د دوی د لیکو د غښتلي کولو ژمنه هم کړې ده او له دولته يې بشپړ انکار کړی دی.

«د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چي نور به د خپل دین او وطن له خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ رازتعلق نه ساتي، له خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي.»

د خبرپاڼې له مخې طالبانو د دې اقدام په بدل کې دوی ستایلي او پر ډالیو يې نازولي دي.

«د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه، انعامونه او جایزې یې ورکړې او د دوی همدا نېک اقدام یې ډېر وستایه چي د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل.»

افغان چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

طالبان هره میاشت د خپل بلنیز کمیسیون مفصل راپور خپوروي او ټینګار کوي چې د جګړې تر څنګ د بهرنیانو په څنګ کې ولاړ افغانان د خبرو له لارې هم پوهوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د