نړۍ

سعودي د ورقو د لوبو رسمي پیل د حرم شریف د امام په لاس وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي حکومت څه موده تر مخه په لومړي ځل د ورقو لوبې ته اجازه ورکړې وه او ددغه لوبې لپاره یې رسمي سیالۍ او جایزې اعلان کړې وي، چې د تیرې چارشنبې په ورځ یې رسما پرانیستنه هم د حرم شریف د پخواني امام «شیخ عادل الکلباني» په لاس وشوه.

همدې شیخ مخکې د سینما پرانیستل هم د سعودي د ځوانانو په ګټه بللې وه.

عادل الکلباني په خپل ټویټر اکاونټ کې هغه انځور نشر کړ چې ورقې يې په لاس کې دي او ګډونوالو ته یې ور ویشي، چې له امله یې د ټویټر د کاروونکو تر سختو تنقیدونو لاندي راغلی.

خو د همدې خبر د لیکلو پر مهال چې کله نن ټکی اسیا د نوموړي ټویټر اکاونټ وکوت، پورته ورکړل شوی انځور نه وو، خو پر ځای یې بل انځور چې په همدې سیالیو کې اخیستل شوی، نشر شوی دی، چې مالومیږی نوموړي تر سختو انتقادونو وروسته له ټویټر څخه زوړ انځور حذف کړی دی.

د ورقو لوبه چې په ولسي کچه په ټوله نړۍ کې کیږي، او په ځانګړي ډول د خلیجي هیوادونو په ځوانانو کې ډېره عامه ده، ددې تر مخه د سعودي علماو حرامه بللې وه او تر اوسه یې د جواز رسمي فتوا نه ده صادره شوې.

د دغه سیالیو د اعلان وروسته ځینو خلکو پر سعودي کلکې نیوکې کړي او دا یې د دولت له لوري د حرامو حلالول بللي دي، ځکه چې په وینا یې د ورقو لوبه د قمار پر لور لومړی قدم دی، چې په اسلامي شریعت کې مطلق حرام دی، سربېره پر دې چې د ځوانانو وخت ور ضایع کوي، د ملګرو تر منځ د ښکنځلو او دښمنیو سبب ګرځي او بېله وخت ضایع کولو بله هیڅ ګټه نه لري.

د روان کال ۲۰۱۸ په فروري میاشت کې د سعودي د ورزش عمومي ریاست اعلان کړی و چې هر کال د څلورم اپریل او اتم اپریل تر منځ به د ځوانانو تر منځ د ورقو سیالي تر سره کیږي، او ګډونوالو ته به یې غټې جایزې ورکول کیږي، چې په هغو کې به پر لومړي نمبر راتلونکي ته پنځه لکه ریاله، دوهم ته دوه نیم لکه، دریم ته یو نیم لکه ریاله او حتی څلورم ته یو لک ریاله ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

انالله وانااليه راجعون

عبدالرحمن

حسبناالله ونعم الوکیل
همدغه ظالم مخکی د موسیقی اوریدل هم العیاذباالله حلال ګڼلی وه او د سینما افتتاح یی هم دده په موافقت وشول…ما یو عرب ته ویل موسیقی مه اوره هغه ویل شیخ کلبانی فتوا صادره کړی چی موسیقی او سندری اوریدل العیاذباالله حلال دی کوم مشکل نلری.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x