fbpx

حلال او حرام

ژباړه: غنچه ګل ارمان

وايي چې يو لاروی د لمانځه له پاره جومات ته ودرېد. هلته يو ماشوم وو، هغه ته يې وويل چې اوښ ته مې ګوره زه لمونځ کوم راوځم. چې لمونځ يې وکړ، له جېبه يې يو دينار را واېست چې ماشوم ته يې ورکړي. مګر چې باندې راووت، ګوري چې اوښ شته او ماشوم نه شته. ماشوم له ځان سره د اوښ ترسېری هم وړی دی.

لاروي له ځان سره وويل چې راځه په دې بازار ورشه، هلته به بل ترسېری واخلې. کله چې بازار ته ورغی، ګوري چې له هټيوال سره هماغه د ده د اوښ ترسېری دی. چې پوښتنه يې ترې وکړه چې دا دې له کومه کړ، هغه ور ته وويل چې لږ مخکې يو ماشوم راغی او په يوه دينار مې ترې واخيست.

لاروي وويل: سبحان الله. ما غوښتل چې هغه ته حلال دينار ورکړم، مګر هغه حلال وا نه خيست او حرام يې واخيست.

درس:

دا د خدای دُنيا له حلالې روزۍ ډکه ده. مګر په خواشينۍ سره چې ځينې خلک د حلالو پر ځای حرام راټولوي. د سوال، اختلاس، غلا، رشوت …. په لاره کې د خپل حيثيت، خولو او ايمان بايللو ته تيار وي، مګر دې ته يې پام نه وي چې که د هغې نيمايي خواري د حلالې روزۍ د ګټلو له پاره وکړي، خدای به ور ته له هغې نه ښه روزي ورکړي. کېدی شي د حلالو روزي به ډېره نه وي، مګر لږ تر لږه به يې د خپل شهرت له پاره خپل حيثيت او د خپل کور له پاره خپل ګور نه وي خوار کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د