افغانستان

له ټاکنو یوه ورځ وړاندې څه پېښ شول؟!

نن ټکی آسیا:په داسې حال کې چې د هېواد د امنیتي ارګانونو له لورې سبا (د غبرګولي ۲۴) د دوهم پړاو ټاکنو د امنیت او هر ځای ته د رایې د پاڼو او صندوقونو د رسولو ادعاګانې وشوې، طالبان وايي د ټاکنو بهیر یې له وړاندې لا تر بریدونو لاندې راوستی.
د طالبانو ویاند رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د ټاکنو لپاره ګومارل شوي امنیتي ځواکونه او د انتخاباتو کارکوونکي يې تر سختو بریدونو لاندې کړي او ګواښ یې کړی، چې دا لړۍ به سبا لا ګړندۍ شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې،چې تر ټاکنو یوه ورځ وړاندې يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له سلو څخه زیات بریدونه تر سره کړي.
نوموړی زیاتوي: «د اسلامي امارت مجاهدينو هم د دغې پروسې په ضد لا نن ورځ په ټول هېواد کې په دښمن پراخ تعرضي بریدونه پيل کړي دي.
بریدونه د دښمن لخوا د انتخاباتي توکو د انتقالاتو په کاروانونو، په نظامي ګزمو، تاسيساتو او امنيتي پوستو باندې ترسره شول چې په ضمن کې يې په لسهاوو کورنۍ مزدوران او يو شمير بهرني اجل نيولي اشغالګران قتل او ټپيان شوي دي.
د نن شپې تر ۱۱ بجو پورې رارسيدلي رپوټونه ښيي چې د هيواد په لر او برکې  د اسلامي امارت د سرښندونکو مجاهدينو لخوا ۱۱۴ بريدونه ترسره شوي دي.»
د ښاغلي مجاهد په خبره دوی به پرېنږدي ، چې د ټاکنو پروسه په بریالیتوب سره سر ته ورسېږي.
نوموړی همدارنګه له کورنیو او بهرنیو رسنیو په ټېنګه غوښتې دي، چې سبا ورځ رامنځته کېدونکې امنیتي پېښي تر خبري پوښښ لاندې راولي او د حقایقو له تحریف نه ډډه وکړي.
بل پلو د ازادو رسنیو او په ټولنیزو شبکو کې د ځينې مستندو خپرو شویو راپورونو سره سم، د هېواد په ختیځ، جنوب او جنوب ختیځ کې بیا له ټاکنو یوه ورځ وړاندې لا د زورواکو ، ملي اردو ، پولیسو او ملي پولیسو د منسوبینو له لورې د ډاګتر عبدالله عبدالله لپاره د صندوقونو ډکول پيل شوي.
د سرچینې په وینا، په ننګرهار کې د عبدالله عبدالله د کمپاین د غړي حضرت علي د پلویانو له لورې خلکو ته ګواښونه شوي او په زوره ترې د رایې کارتونه ټول شوي دي.
همدارنګه د خوست ولايت د خلکو او د ټاکنو د کميسيون د پر له پسې  شکايتونو له امله ولسمشر حامد کرزي،  په خوست کې د ملي اردو د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال محمد ناصر هدايت ، چې  د پنجشېر ولايت اوسيدونکى او ملي دفاع وزير   بسم الله خان له اعتباري کسانو څڅه دى، له دندې د ليرې کيدو حکم لاسليک کړ.
د خوست د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون مشر  خان زلي په يوه خبري کنفرانس کې تيره ورځ وويل، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د ملي اردو عسکرو د خوست په ځينو سيمو کې هڅې کړي وې، چې د ساحوي ناظمانو په ګواښلو سره د يوه مشخص کانديد په ګټه کار وکړي.
نوموړى ويلي، اوس تازه رسمي شکايتونه ورته رسيدلي، چې ملي اردو بيا هم هڅه کوي، چې د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ د دويم پړاو په ټاکنو کې درغلۍ وکړي.
په ورته وخت کې د وردګو له جغتو ولسوالۍ څخه هم ترلاسه شوي مستند راپورونه ښيي، چې د ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو نن د شپې ناوخته د رایه د صندوقونو ډکولو ته لاس اچولی.
او په وروستي خبر کې راغلي، چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم د ډاکتر عبدالله عبدالله پلویان له خلکو نه د رایې کارتونه په زور اخلي او د صندوقونو په ډکولو یې هم لاس پورې کړی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ټاکنو کې د خلکو د سترګو لیدلی حال دا و، چې د رایې پاڼو د خلاصېدو تر ټولو ستر لامل د خلکو د نشتون له کبله د انتخاباتو د کارکوونکو او حکومتي منسوبینو له لورې د رایې پاڼو استعمال او په خپل سر صندوقونو ته اچول په ګوته شوي وو.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x