fbpx

علماء د ځمکې زینت او د شر دفعه کوونکي دي

لیکوال: افغان

قال الله تعالي:

وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْيَا بِمَصٰبِيحَ وَجَعَلْنٰهَا رُجُومًا لِّلشَّيٰطِينِ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ

موږ د دُنیا (تاسي ته نژدې) اسمان د ستورو په ډېوو سينګار کړی دی او هماغه (ستوري) مو د شيطانانو د ويشتلو ځغلولو وسايل ګرځولي دي، موږ د دغو شيطانانو لپاره تاوجن (د دوږخ) اور تيار کړی دى.

په دې مبارک ایت کښي الله عزوجل د ستورو د پيدائښت دوه حکمتونه بيان کړي دي چي يو د اسمان ښائست اوبل داسمانه څخه د شيطانانو دفعه کول.

که موږ د سورة الناس اخري ايت ته متوجه سو نو الله عزوجل پېغمبر عليه السلام ته وايي : چي په الله سره پناه وغواړه د انسي او جني شيطانانو څخه، نو د جني شيطانانو د دفعي لپاره خو الله عزوجل ستوري پيدا کړه البته د مځکي د ښائست او د مځکي څخه د انسي شيطانانو د شر د دفعي لپاره هم يوه چاره پکار وه، خو دا تشه هم رب العالمين ډکه کړه، په انبياء کرامو سره، خو دا چي علماء د انبياء کرامو صلوات الله عليهم اجمعين وارثان دي، نو ځکه علامه ألوسي رحمه الله ليکلي دي چي د انبياء کرامو څخه وروسته الله عزوجل د مځکي لپاره علماء ستوري پيدا کړه چي هم د مځکي زينت دی او هم به د مځکي څخه د انسي شيطانانو شر دفعه کوي .

دا چي ليکنه اوږدېږي نو راځم خپل هدف ته، ګرانو او محترمو علماء کرامو: تاسو ته الله عزوجل ډېر دروند بار پر اوږو درکړی دی تاسي د مسلمه امت د اصلاح لپاره موظف ياست، ستاسي دنده تر مسجد او مدرسې پوري محدوده نده بلکه تاسي د انسانانو په شخصي ژوندانه کښي او همدارنګه د انسانانو په اجتماعي ژوند کښي د مداخلې حق لرئ او دا حق ستاسي څخه ادا کېدل غواړي ځکه نو الله عزوجل عالم ته دومره مقام ورکړی چي عالم ته ښکنځل کول کفر او عام سړي ته ښکنځل کول فسق دی، تاسي بايد د حافظ ابن تيميه تاريخ ژوندی کړئ. تاسي بايد د امام شعبي او امام ذهبي تاريخونه ژوندي کړئ، تاسي بايد د خپلو اکابرینو ديوبند لکه مولانا قاسم نانوتوي، مولانا عبيدالله سندي، مولانا محمود الحسن ديوبندي او مولانا حسين احمد مدني رحمة الله عليهم پر پله باندي پل کښېږدي. تاسي ته د دې مظلوم ملت ټول عامه مسؤليتونه در له غاړي دي، يوازي د دين په څو شعبو کښي خپل خدمات مه منحصره وی. تاسي د ټوله دين د حفاظت ذمه داره ياست په نن وخت کښي تر درس او تدريس د روان ظالم بحران په وړاندي درېدل او د دې سترو مظالمو ختمول ضروري دي. همدا تاسو ياست چي الله د انسي شيطانانو د ويشتلو لپاره پيدا کړي ياست، تاسي د نظام د جوړښت او د طالبانو او حکومت په مينځ کښي د اسلامي ورورولی فضا قائمه کړئ او تاسو د روان اشغال په مقابل کښي لکه علماء ديوبند ودرېږئ او دا ناروا اشغال ته دپاي ټکۍ کښېږدئ . زه په باوري توګه سره ويلاي سم چي ټول ولسونه ستاسي سره دي او تاسو کولاي سئ چي ملامت ته ملامت او سلامت ته سلامت ووایاست .

او که تاسو دا کار ونکړئ او خپل خدمات د دين تر څو شعبو پوري محدود کړئ نو ايا الله به درسره حساب ونکړي؟
تاسي د دې رعيت چوپانان ياست او د دې رعيت پوښتنه به ستاسي څخه کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د