کندوز؛ د حکومت اصلي څېره!

ولی الله روفي

د کابل پروسې په غونډه کې محمد اشرف غني له خپلو اکټونو سره سم، نیم په ملا مخې ته قات شو او ويې ویل چې طالبانو ته دومره تنزل هیچا نه دی کړی، دا خلک دې له موږ سره کېني، خبرې دې وکړي او را دې شي دلته دې کابل کې دفتر خلاص کړي، پر دې نادرو هماغه وخت شنونکو تبصرې وکړې څوک چې پوهېږي پوهېدل چې سړی جوړ نه دی، خو چې نه پوهېدل نو دا خبرې يې ورته رښتیا هم له رښتیاوو ډکې ښکارېدې، د کابل پروسې ناندرۍ لا د رسنیو له ژبو نه وې لرې شوې، چې په پکتیا کې محمد اشرف غني بیا دا سرینده وغږوله او ټينګار يې وکړ چې ولس باید د سولې په برخه کې د فشار راوستو لار ونیسي، چې غیر مستقیم د پرلټونو په نامه روانې ګونګې ډرامې ته اشاره وه؛ خو د هغه تر ستوني په نري غږ کې را وتو نریو چیغو لا څلورویشت ساعته نه و پوره شوې، چې کندوز کې د دشت ارچي خونړی بمبار وشو.

د دې بمبار په پيل کې د دشت ارچي امنیه قومندان نیازمحمد عمرخېل او ولسوال نصرالدین په واز کومي نارې وهلې، چې بمبار امریکایانو کړی، پر یوه جلسه يې کړی او ټول تلفات يې ولسي وګړو ته اوښتي دي، په شمال کې د شلمې فرقې ویاند وویل چې نه برید موږ کړی، وروسته د دفاع وزارت د پخواني دروغجن دولت وزیري مرستیال محمد رادمنش وویل چې برید موږ کړی او تر اوسه لا ټينګار کوي، چې بمبار کې يې د وسله والو طالبانو د سر سړي له منځه وړي دي، تېره شپه حتی د طلوع کېمره هم پر هغو څپلکو ور برابره شوه، چې یو سپین ږېری يې پورته پورته غورځوي او نارې وهي: دا د کوټې د شورا څپلکې دي؟ هغوی ماشومان دي؟

دې بمبار د حکومت اصلي څېره په ډاګه کړه، دا د دوی د بادارانو فورمول دی چې د جګړې تر څنګ به د سولې نمایشي نارې هم وهل کېږي، ځکه خو ګډ حکومت له یوې خوا د ټرمپ له لوري جنګي ستراتېژي ګام پر ګام تطبیقوي له بله اړخه د سولې په نامه کله کله غږ هم کوي؛ دوی لا هم انګېري چې ولس غولولی شي.

د اجراییه ریاست د ویاند د مرستیال څرګندونو د حکومت اصلي دریځ په ډاګه کړه، له هغه نه د طلوع نیوز په بحث کې بې پامه له خولې را ووتل:«زموږ ستونزې له مسجده او مدرسې دي» دا هغه خبرې دي، چې په ۲۰۱۴م کې حنیف اتمر هم یاده کړه او له امریکا يې وغوښتل چې مدرسې په نښه کړې، دا د حکومت اصلي شکل دی او سړی ډاډه کوي چې دا حکومت د امریکايي ستراتېژيو د تطبیق لپاره یوه مؤسسه ده.

حکومت د دې بمبار په وسیله او له بمبار وروسته د سیمې د زرګونو خلکو پر معلوماتو سربېره پرلپسې پر دې ټینګار، چې ګواکې پر جلسه نه؛ بلکې د طالبانو پر نظامي غونډه يې بمبار کړی، په لوی لاس ثابتوي چې دوی له ولس سره په جګړه کې دي، ځکه خو يې تر ځانونو سیمیټي دېوالونه را ګرځولي دي، د دې جلسې په اړه د خبرتيا پاڼې ان اوونۍ وړاندې لا د کندوز په مرکز کې هم وېشل شوې وې او پر ځينو مسجدونو او دوکانونو کې لا هم بندې پاتې دي، خو حکومت د خټو د پوزې جوړولو هڅه کوي.

د وجدان غوښتنه دا ده چې له دغسې خونړۍ پېښې وروسته باید له حکومت سره مقاطعه اعلان شي، که د ټول هېواد په سطحه نه وي، حد اقل د کندوز اوسېدونکي دا باید ثابته کړي چې دا حکومت د دوی وینو ته ناست دی، ځکه دوی ترې متنفره دي، ښه به وي چې ارګ ته د پلاوي پر لېږلو مخامخ دواړو مشرانو ته د بېزارۍ غوږونه ونیسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د