افغانستان

د رايې اچونې پروسه رسماً پیل شوه

نن په هېواد کې د دویم پړاو ټاکنو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني په خپله رایه اچونه دغه پروسه رسماً پیل کړه.
د رايې اچونې رسمي وخت د سهار له اوو بجو پیل شو، چې له وخت سره سم ولسمشر حامد کرزي هم خپله رایه وکاروله.

نوموړي د رايې اچونې په وخت په افغانانو غږ وکړ، چې د خپل مشر د ټاکلو لپاره رایې اچونې ته راووځي.
په داسې حال کې چې تراوسه پورې د کابل په کوڅو کې ګڼه ګوڼه نه ښکاري، موټرې، موټرسایکل او پلي خلک تقریباً نه تر سترګو کېږي، ځای پرځای امنیتي ځواکونه ليدل کېږي او خلک پخپلو کورونو ناست دي.
طالبانو بیا تر ټاکنو یوه ورځ وړاندې د لسګونو بریدونو خبر ورکړی او په خبره يې په خپل پوره وس به د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کوي.
یاده دې وي، په دغو ټاکنو ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله نوماندان، چې دواړو يې په هېواد کې د ښه اقتصادي نظام او بشپړ امنیت په موخه د کابل  او واشنګټن ترمنځ د امنیتي دفاعي تړون د لاسلیکولو ژمنې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x