د ابوداود شریف په حدیث کې د یوه عابد او بدکاره سړي کیسه

محمدعلي عمري – مسلم باغ

د ابوداود شریف حدیث دی چي په بنی اسرائيلو کښي يو عابد یعنی ډير زیات لمونځ ګوزاره او نیک سړی وو او بل بيا ډير بدکاره سړی وو، عابد به شپه او ورځ دخداي عبادت کاوو او دې بل سړي به بيا ټوله ورځ غلط او بد کارونه کول عابد دې بدکاره سړي ته نصیحت وکړو چي دغه غلط او ناروا کارونه دې پریږده، بدکاره سړي ورته وويل چي ته دې خپل کار کوه ما او خپل کار سره پريږده چي هر څه کوم زما خوښه ده دغه فاسق او بدکاره سړی له دې خپلو غلطو کارونه څخه نه ګرځېدو، يوه ورځ دې عابد سړي دغه بدکاره سړی پر يوه بد کار ولیدو، ورته په غصه شو او دې بدکاره ته یې وويل چي تا خداي هیڅکله نه بخښي. کله چې دوي دواړه مړه شوو.

پر عابد باندې الله تعالی ددوزخ حکم وکړو چي دوزخ ته ولاړ شه او پر دې بدکاره باندې یې د جنت حکم وکړو او دې عابد ته الله تعالی وويل چي آيا د زما رحمت او مهرباني ستا په اختیار کښي وه چي تا زما پر بنده باندې قطعی فیصله او حکم وکړو؟ اوس به ته دوزخ ته ځې او دغه بدکاره او فاسق سړی به جنت ته ځي..

«يادونه»

هر څوک چي د اسلام دعوه لري او په خپله ژبه یې کلیمه شهادت ویلې وي پر هغه سړي باندې زه او ته تر هغه وخته پورې کافر نه شو ويلاي چي هغه ښکاره ددين له ضرورياتو څخه انکار نه وي کړي . لکه لمونځ روژه زکات او حج.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

جالبه ده، سلفیان ځانونه د احادیث ملنګیان او پتنګان هم بولی خو ټول کارونه ئې خلاف د تسعه صحاح دی.موږ عادی مسلمانان خو همهغه فاسق او فاجر بنی اسرائیلو غوندی هم نه یو دومره د سلفیانو لخوا ټکول کیږو البته دا ټکی هم مهم دی چه پوه شو امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلام شپږمه بناء ده خو د سلفیانو او همدارنګه طالبانو شیوه او روِش غلط ؤ او غلط دی.

افغان
میلمه
افغان

غ حضرت صاحب ! د سلفیانو او طالبانو شیوه او روش ولی غلط او کومه شیوه او روش سم او ستاسی شیوه او روش څه شی دی . د یهودانو په شان همدا مو شیوه او روش دی لسو کی نهه سمه او یوه ناسمه وایی ، یعنی په همدی یوه کی خبل زهر او ناولتیا تزریقوی ؟ د سلفیانو د یوی برخی په اړه به درسره توافق ولرم کوم چه د عیاش او اجیری شاهی کورنی له خوا معاشونه او مقامونه یی تر لاسه کړی . مګر طالبانو خو د صحابه کرامو تاریخ راژونی کړو ، که طالبان نه… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

عمری صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! زه ستاسی د لیکنی درناوی لرم مګر لمړی د دی اړه وه چه د هغه حدیث متن یوه برخه مو رانقل کړی وی ، ډیر خلک د دغه کتابو نومونه یادوی مګر هغه حدیث هلته نه وی او یا یی تعریف او تاویل بدل وی ، د حدیثو ځینی کتابو کی یهودو له اوله لاسوهنه کړی او کوی یی ، د همدی امله امامانو او مجتهدینو هڅه کړی چه د سم او ناسم حدیث پيزندنی او بیلولو دپاره شی لیاری جوړی کړی . مثلا یوه یی دا چه هر هغه حدیث… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

افغان صاحب!
موږ ته پنجاب د انګرېز د زوی حیثیت لری، بناً د پنجابی دین همهغه د انګرېز دین دی اوس نو ته خپله قیاس وکړه چه د انګرېز د دبچی د بچی دین به څه وی؟