کم به نشي د دستار سړي!!

محمد ناصر حقانـی

که تاريخ ته وکتل شی نو تل لیدل شوی چه اکثره لویی حماسی ددستار له خاوندانو لخوا دخپلو وینو په قیمت ګټل شوی دی خو دعصر طاغوتیانو ته یی سر ندی ښکته کړی او نه هم دخپل رب له درباره ناامید شوی بلکی په هر قسم سختیو او شهادتونو کی یی خپل رب ته صبر او دنصرت غوښتلو لاسونه اوچت کړی نو الحمدلله موږ په خپلو ژوندو او شهیدانو دواړو افتخار کوو که ژوندی ؤ نو ددین او مسلمانانو خدمت به وکړو او داسلام د دوښمنانو دسترګو اغزی به جوړ شوو او که شهیدان شوو نو د رب لایزال دیدار او خپل آخرنۍ ارمان به مو ژر نصیب شوی وی او دواړه لارو کی زموږ کامیابي نغښتی ده.

نو که له یوی خوا زموږ د علماؤ او حافظانو دستارونه په خپلو وینو لت او پت شول او د الله د دیدار په طرف لاړل له بلی خوا یی نور تازه دستار تړلی میدان ته راوتلی دامت بچیان به هیڅکله میدان داسلام دوښمنانو ته خالی پرینږدی او نه به پاتی شی ځکه داسلام بچیان په وژلو، اسیرکولو او رټلو نه کمیږی بلکی لا زیاتیږی اوعقیدی یی مظبوتیږی او داسلام دوښمنانو په وړاندی لا ثابت قدم کیږی او داسلام دوښمنان به لا په زبردستۍ سره تر خپلو هر اړخیزو ګذارونو لاندی راولی.

دشرق اوغرب حشرګړی لیوان او ورسره دو ذاته غلامان د پدی پوه وی چه همدا دستارتړلی به دمهدی لشکریان هم وی او ددوی انسی خدایان (یهودان) او ورسره جعلی خدای دجال به هم قتلوی.

دطاغوت لښکریان که په خپله اسلام ضد دوښمنۍ کی هر څومره له دهشت او وحشتونو کار واخلی هرقسم اسلحی وکاروی له هرقسم مدرنو آلاتو او طیارو استفاده وکړی فوجونه یی زیات کړی مګر دا هر څه یی دالله دلښکرو په مقابل کی شکست خورده او ددوی دکامیابۍ سبب نشی جوړیدۍ ځکه دالله نصرت زموږ سره دی چه په روان داسلام او کفر جنګ کی دنړی انسانان هرڅه درک کوی خو لیری ندی چه دطاغوت مغرور او متکبر سرلښکریان به یی هم درک کړی.

موږ پدی خپه نه یو چه دکفرلښکریان ولی دمدرسی، مسجد، عالم په ټوله کی داسلام او مسلمانانو سره دوښمنی کوی بلکی ددوی په متقابله دوښمنۍ ویاړو ځکه دا زموږ دایمان نښه ده چه دطاغوت لارویان راسره دوښمنی کوی خو خپه له هغه چا یو چه لاهم داسلام ناری وهی خو دکافرانو لپاره خپل خلک کړوی او وژنی چه دوی په دی اعمالو ددوی سره زموږ کرکه او بغظ لکه دکافر قوم سره لا زیاتوی او زیات کړی یی دی چه اوس دنه د رحم امید لری او نه تری درحم امید لرو.

خو داسلام ټول دوښمنان دپوه شی چه دمسلمانانو سره دوښمنی ناسور زخم اچوونکی او ژر نه جوړیدونکی وی.

په آخر کی وایم چه دقندوز دمدرسی دطالبانو او دټول افغانستان شهیدانو ته دالله رب العزت فردوس جنت نصیب کړی اوالله د ددوی د وینو په برکت نور اسلامی امت ته سراسری فتحه او آرامش ورنصیب کړی؟

دا چه مدارس دامت دبقا مراکز دی او دا د امت لپاره د ویاړ ځای دی چه هرکال داسلام مراکز(مدارس)په زرګونو علماء اوحافظان اسلامی ټولنی ته داسلام اومسلمانانو دخدمت لپاره وړاندی کوی موږ دالله شکر اداء کوو چه روان کال هم په زرګونو علماء او حافظان دافغانستان ،پاکستان او نورو اسلامی ممالکو له مختلفو مدارسو بلخوص زما له مادر علمی دارالعلوم حقانیی اکوړی خټک فارغ شول چه ټولو ته دزړه له تله مبارکی وایم او دالله نه ورته اسلام ته دمزید خدمت توفیق غواړم دا د الله لوی احسان په امت دی چه پدی زمان الفتن کی په امت کی لوی خادمین او داعیان اسلام پیدا کوی او موږ ته کامیابی رانصیب کوی چه موږ دخپل رب ددی نعمت دشکر اداینی هیڅ توان نلرو.

نوره مـوضـوع په هغه بیت چه د قندوز د بربریت په لومړی شپه خوب کی یو شهید راته زمزمه کړ پای ته رسوم!!

امام، محراب، ممبر هرمسلمان په ویـنو رنګ دی!

مهدی هم راروان دی دا داسلام اوصلیب آخری جنګ دی!

کفار دشـرق او غـرب او غلامان یی جمع شوی!

وایه حقـانی! دا مقدس جنګ دی امتحان دی پیل شوی!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د