راتلونکو ټاکنو ته د ډاکټر غني د نه نوماندۍ امکان

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د بې بې سې پخوانی خبریال وايي محمد اشرف غني د ناسم روغتيايي وضعیت له امله د رولا غني پر مشوره ښايي راتلونکو ټاکنو ته نوماند نه شي.

هارون نجفي زاده، د ایران انترنیشنل پر حواله پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې محمد اشرف غني د سرطان ناروغي لري او اوس يې وضعیت لا خراب شوی دی.

هغه لیکلي رولا غني د غني روغتیايي وضعیت اندېښمنه کړې او د هغه د بیا نوماندۍ مخالفه ده.

د نجفي د ټویټ له مخې محمد اشرف غني د همدې ناسم روغتيايي وضعیت له امله څو سفرونه هم لغوه کړي دي.najafi-twet

دې سرچينې د ارګ نظر نه دی لیکلی، خو د طلوع نیوز خبريال مسلم شيرزاد د نجفي د دې ټویټ له کاپي سره زیاته کړې چې د ارګ سلاکارانو دا خبر بې اساسه بللی دی.

دا په داسې حال کې دی چې ولسي جرګې تېره اوونۍ د سولې شورا پر دې ملامته کړه، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره يې د کمپایني دفتر شکل خپل کړی دی.

دوی وویل ولسمشر له دې شورا او د پارلمان له راتلونکو استازیو هیله لري چې د ده ټاکنیز ملاتړ وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د