افغانستان

کابل: د امريکا پر سفارت او ټاکنو پر مرکزونو چاودنې شوي

نن ټکی اسيا: کابل ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې د کابل ښار زړه کې د امريکا سفارت ته څېرمه دوه چاودنې شوي دي.

د مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ويل شوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی ملګرو د امريکا پر سفارت توغنديز بريدونه کړي دي.

کابل ولايت خاک جبار ولسوالۍ څخه يو بل خبر وايي، چې دوو جلا جلا چاودنو کې پنځه پوليس وژل شوي.

خبر زياتوي، چې لومړۍ چاودنه د نوموړې ولسوالۍ ټغرو کلي د پوليسو پر يو رينجر شوې، چې درې پوليس يې وژلي دي.

 

دوهمه چاودنه د همدې ولسوالۍ بند غازي سيمه کې د ملي اردو پر پليو عسکرو وشوه، چې دوه پوليس پکې و وژل شول.

د يو بل خبر له مخکې د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ داوودزيو سيمه کې د ټاکنو پر مرکز بريد شوی.

خبر زياتوي، چې د بريد له امله د ټاکنو د مرکز ساتونکو مرکز پريښئ او د مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ويل شوي.

کابل ښار اتمې حوزې څخه تر لاسه شوی خبر وايي، چې د عبدالرحمن پژواک جومات ته څېرمه د ټاکنو پر مرکز چاودنه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x