مدرسه، سپينه پګړۍ، چورلکې، بمباري

لیکنه: الیاس تکل

«مدرســـه»

مدرسه يعنې د تعلیم او تدریس ځای، مدرسه یوه مؤسسه ده چې ټولنې یې د تعلیم او تربیت لپاره بنسټ ايښی دی، مدرسه د نوي نسل د جوړښت لپاره یوه اساسي خښته ده،

د اسلام دښمانانو زموږ په اسلامي مقدساتو او اسلامي کلتور باندې تل یرغل کړی، د اسلام دښمنانو تل هڅه او کوشش کړی چې مدارس کله په یوه نوم او کله په بل نوم بدنام کړي، خو الحمد لله په ټولنه کې مو د ځوان نسل ضمیرونه لا ژوندې دي، کفار او د هغوي لاسپوڅي به په هیڅ ډول خپلو شومو اهدافو ته پرې نږدي.

«سـپـیـنـه پګـړي»

سپینه بګړۍ زموږ په ټولنه او زموږ په دیني کلتور کې د پاکۍ، سپېڅلیا او دیانت نښه ده، په ټولنه کې یواځې تر ټولو معزز، مکرم او محترم انسان سپینه بګړۍ په سر کوي، په ټولنه کې دیني عالمان ، شیوخ عظام، ملا امامان، د ټولنې مشران، او صوفیان، یواځې د سپینې بګړۍ لایق بلل کېږي، نو هر څوک سپینه پګړۍ تر هغه نه په سر کوي چې لياقت يې پکې نه وي پیدا شوی، حتی اکثره طالب العلمان هم ترهغه وخته سپېنه پګړۍ نه په سر کوي ترڅو چې نه وي فارغه شوي.

یواځې هغه وخت چې د یو طالب د علم زده کړې وروستي منزل ته ورسېږي، مروج علوم او فنون خلاص کړي او د احادیثو دوره پای ته ورسوي نو بیا ورته شیوخ عظام، او علماء کرام، او د ټولني مخور سپین ږيري، د تبرک او برکت لپاره سپينه پګړۍ ورپه سر کړي، د فراغت پګړۍ تړل او یا دستار بندي کول، دا د دیني تعلیم د پای آخري مراسم دي لکه څنګه يې چې د پوهنتون محصلين په اختتامي مراسمو کې ترسره کوي، چې فارغ محصل پکې چپنې او ځانګړې خولۍ پر سر کوي، او له یوې نړۍ هیلو او خوشحالیو سره د خپل علمي سفر او یوه مهمه مرحله پای ته رسوي.

«چورلکې»

دا هغه ړندې چور لکي دي چې کله ناکله د لاسپوڅي نظام په عسکرو هم بمبار کوي، او دا کڼې چورلکې زموږ هغو بُز دله او ماتې خوړلي دښمن (هند) غلامي ادارې ته ورکړې دي، چې سل کاله وړاندې زمونږ نيکونو تر تاج محله او دهلي پورې زغلولي ول، او هلته يې ورباندې په سل ها ؤ کاله باداري او پاچاهي کړې وه.

«بـمـبـار»

زه په دې اند یم چې له یو محصل او له طالب العلم سره شاید تر ټولو ستر ظلم او غټه جفاء دا وي چې د خپل ژوند په همدې اخرینۍ مرحله او له خوشحالیو ډک محفل کې یې ورته د ژوند د پای ټکی کېښودل شي.

موږ هیڅ کله هم دا فکر نه کاوه چې له علماء کرامو او طالب العلمانو سره به دا سې یو ستر ظلم او جفاء وشي، موږ په دې فکر ؤ چې اوس خو هغه پخوانی وخت او د کمونیستي رژیم غوندې جهالت نه دی چې علماء دې داسې په ځنځیرو وتړل شي، یا دې په ظلم او وحشت سره شهیدان کړی شي، او یا دې د غاړې آمېلونه په قبرونو ورته واچول شي، ویل به مو چې اوس خو مدرسې آزادې دي او لاسپوڅی نظام ژمنه کړې چې د دیني علومو زده کوونکو ته مو اسانتیاوې برابرې کړي، او څو ځله یې په ځغرده ویلي چې خپل هغه طالب العلمان بچي مو د پرديو وطنونو له مدرسو څخه د خپل وطن مدرسو ته راوګرځوئ ،

خو لا وخت نه وه تېر شوی چې څو ځله یې له علماء کرامو او طالب العلمانو سره ستر ظلم او وحشت وکړو، د کندوز وحشت یې اول ځل نه دی، لنډه بېلګه يې د فراه رود د یوې مدرسې ده، چې له دې څو ورځې مخکې یې هلته هم یو نه هېریدونکی ظلم او وحشت ترسره کړ، د فراه رود له پېښې یې څو اونۍ مخکې دکمپاين په نوم وحشي صفته عسکرو په خوست کې په یوې مدرسې ستر وحشت ترسره کړو، او د خوست له پېښې نه څو اونۍ مخکې حیوان صفته د صفر یک قطعه په نامه یو نه بښونکی وحشت ترسره کړو، چې په دې ټولو نه پښونکو پېښو کې تقريبا تر پنځه سوه علماؤ، طالب العلمانو او عوامو مسلمانانو ته مرګ ژوبه رسېدلې.

مشران یوه خبره کوي: خبرې ډیرې سر یې یو دی، نو خلاصه خبر دا ده چې دلته جنګ د مسجد او کلیسا ده!.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ملاګل (مومند)
میلمه
ملاګل (مومند)

د کليسا په زنګ ويښ شوي اذان څه پېژني زما ملا زما محراب او ق
رآن څه پېژني

طوطی شاه
میلمه
طوطی شاه

تا حرامی خو ځکه ناپیژانده یی چه پلار دی معلوم نه دی چه کوم امریکایی ، جرمین که انګریز دی ، څومره بی غیرته حیوان یی ، کشکی په دی کی تاسی وژل شوی او لا دی کورنی په کی په وینو کی لمبول شوی وی . زه باور لرم د همدی ورځی منتظر اوسه بی غیرته حیوانه ، ته به هم خوشاله یی چه په ناموس دی څوک ښکته پورته کیږی ته ورته د قضایی مصونیت له امله څه ویلای هم نه شی په تیاره کی ستا او په رڼا ورڅ د هغو وار دی له همداسی خبیثی وینی… نور لوستل »