fbpx

د کندز بمبار په نړیوالو ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راپارولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په چوکاټ کې افغان دولتي عسکرو د تېرې دوشنبې په ورځ د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ولسي وګړو هغه غونډه بمبار کړه، چې د قرآن کریم حافظانو او د بخاري شریف فارغانو ته دستاربندۍ په ویاړ رابلل شوې وه.

غونډې ته ماشومان، ځوانان، لویان، سپین ږیري، کلیوال او دیني عالمان راغلي وو، چې جنګي چورلکو هم له توپیر پرته په نښه او بمبار کړل. له بریده ژوندي راوتلي عیني شاهدان وايي، چورلکو لومړی په ماشومانو د داشکې ضربې پیل کړې او بیا یې ټول ګډونوال له څیرمې په راکټونو او بمونو وویشتل.

د سیمې خلکو په وینا، په بمبار کې شاوخوا ۱۰۰ تنه شهیدان او تر دې زیات ټپیان شوي دي.

دغه زړه بوږنوونکې پیښه، لکه په وچو وښو کې د اور په شان ډیر ژر د نړۍ ګوټ-ګوټ ته ورسیده، چې لا هم په اسلامي نړۍ کې په پراخه کچه غندل کیږي.

په ټویټر کې د (مذبحة الاطفال في افغانستان: په افغانستان کې د ماشومانو عام وژنه) تر هاشټاګ لاندې د کندز پیښه د بحث توده موضوع ګرځیدلې. په زرګونو لیکنې پرې شوي، د بېلابېلو هیوادونو عالمانو، لیکوالانو، د پوهنتون استاذانو، پارلماني وکیلانو، سیاسي او دیني شخصیتونو یې په اړه څرګندونې کړي، او لا هم دا لړۍ دوام لري.

نن ټکی اسیا د بېلګې په توګه ځیني څرګندونې راغونډې کړي، چې په اسلامي نړۍ کې د کندز پیښې په اړه د عمومي غبرګون ښکارندويي کوي.

دکتور علي القره داغي (د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې سرمنشي):
«په افغانستان کې د امریکا په خاینانه بمبار کې د قرآن کریم او بخاري شریف ۱۵۰ زده کوونکي د فراغت په غونډه کې په شهادت رسیدلي. دا پیښه په اسلامي او عربي ولسونو د جرائمو د تسلسل تازه کرغیړن جنایت دی چې بې پوښتنې ترسره کیږي. خو الله تعالی د ظالمانو له کړنو ناخبره نه دی او تر اخرت مخکې به یوه ورځ په دنیا له حساب سره مخ کیږي. ای جبار ذاته! ته یې انتقام واخله!».

دکتور اکرم حجازي (اردنی عالم، د مسلمانو مفکرینو د ټولنې د دارالانشاء غړی):
«شیطاني عالمان، پادریان او کشیشان د مسلمانانو په حق کې په وحشي جرائمو خاموش دي او د یو مجر او بل مجرم ترمینځ په توپیر او برترۍ قایل دي. دا هغه غله دي چې دین یې لوټ کړی او د ظالمو او مستبدو زبرځواکونو د منافعو د تامین لپاره یې دین استخدام کړی. یوه ورځ هم خپل دین، وینو، نوامیسو او حقوقو ته رښتیني نه دي پاتې شوي».

محمد هایف المطیري (کویټ پارلمان وکیل):
«په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د قرآن په حافظانو قتل عام جنایت ترسره کړ، که امریکا هرڅومره دې جګړه ته د تروریزم ضد جګړې برائت ورکړي دا یو خسیس او له کرکې ډک عمل دی».

وائل القاسم (د سعودي د تکنالوجي پوهنځي استاذ):
«بمبار که امریکايي طیارو کړی وي یا افغاني، محفل د طالبانو و یا د بل چا، خو پیښه یو جنایت دی او هیڅ عاقل یې نه شي توجیه کولی، ځکه چې بې ګناه ماشومان یې وژلي. پوښتنه دا ده: که چیرې د انجیل لوستونکي ماشومان وژل شوي وای د نړۍ غبرګون به څه وای؟!».

احسان الفقیه (اردنۍ لیکواله):
«چیرې دي د غندلو او تقبیح غونډې؟ چیرې دي غندنې، د ملاتړ غږونه او احتجاجي لاریونونه؟ د افغانستان د ماشومانو په قتل عام هیڅوک نه ژاړي، ځکه چې هغوی د محمد (صلی الله علیه وسلم) د دین پیروان وو. حتی د دغو ماشومانو د خپل وطن خلک، چې د وژلو نوبت یې راروان دی، هم اوښکي پرې نه تویوي. په فرانسوي، بلجیکي او د نړۍ په هر مسخه شوي ژاړي خو د یو مسلمان وژنه ورته مازې د ورځې تیریدونکی خبر دی.
د پاریس عام وژنه د هیڅ عقل او دین خاوند لپاره د منلو وړ نه ده، خو د افغانستان د ماشومانو په عام وژنې او غندنې چوپتیا د پوره ایماندارۍ نښه ده.که د دغو ماشومانو په اړه هر څه ووایو بیا یې هم حق نه شو ادا کولی. الله تعالی دې د هر هغه واکمن پاچاهي تالاترغه کړي چې د مسلمانۍ دعوه کوي خو له مسلمان پرته د نړۍ له بل هر اوسیدونکي سره خواخوږي ښيي، ځکه چې د مسلمان وینې په خفګان نه ارزي».

داهم القحطاني (كویټي لیکوال او ژورنالیست):
«ګناه یې دا وه چې مسلمانان وو، د قرآن کریم حافظان وو، هیڅکله به د هغو ماشومانو انځورونه چې افغاني چورلکو بمبار کړي، ونه ویني، دا انځورونه به د پاریس په ایفل برج ونه ځړیږي، نه به یې څوک د لندن په پول وځړوي، نه به یې د سیدني په اوپیرا ودانۍ او نه په کوم عربي ښار کې وویني. لویدیځ تمدن سپین سترګی دی او عربي [اسلامي] نړۍ بې غیرته ده».

علي جابر المشنوي (د شرعیاتو او قانون مختصص سعودي استاذ):
«په افغانستان کې د ماشومانو عام وژنه مونږ ته د نړیوال نظام اصلي څیره راښيي چې د کافر د یو څاڅکي وینې په خاطر اسمان ځمکې ته راښکته کوي، خو که د مسلمانانو له وینو ویالې بهیري له خولې یې حرف نه وځي».

ډاکټر جمعان الحربش (د کویټ پارلمان غړی):
«په افغانستان کې هوايي بمبار سلګونه د قرآن حافظان ووژل خو د مکارې نړۍ په نظر دا ترهګري نه ده؛ ځکه چې قربانیان یې مسلمانان دي».

دكتور علي محمد عوده (د صلیبي او د غرب د فکري جګړو په تاریخ کې متخصص سعودي استاذ):
«دا لومړۍ پیښه نه ده بلکې په مسلمانانو د غرب د پرلپسې ظلمونو اوږد تسلسل دی. دا اوږده لړۍ په نبوي عصر کې هغه مهال پیل شوه کله چې رومیانو د نبي علیه الصلاة والسلام استازی وواژه. له الله تعالی پرته بل څوک نه پوهیږي چې کله به د وژلو دا لړۍ ختمیږي. یوازې الله تعالی ته خپل شکایت کوو».

دکتور حاکم المطیري (کویټ کې د امت ګوند مشر او پوهنتون کې د تفسیر او حدیث استاذ):
«افغان ماشومان د معاصر جاهلیت تر چتر لاندې بمبار شوي، په خپل ولس یې دا حق دی چې انتقام یې واخلي او له خپلې خاورې دفاع وکړي او د هغه متجاوز او اشغالګر په وړاندې مقاومت وکړي. دا حق یې باید په رسمیت وپیژندل شي. هر څوک چې افغانانو ته د امریکايي اشغالګرو په وړاندې د مقاومت په حق له اعتراف پرته غمرازي او تعزیت کوي، په حقیقت کې د ماشومانو له قاتلینو سره په یو صف کې دریږي».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د