fbpx

د آی پي ایل یوولسم پړاو افتتاح او لومړۍ سیالۍ نن ماښام پېل کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۷ل): د هند تجارتي لیګ آي پي ایل د یوولسم پړاو لومړۍ او افتتاحي لوبه نن ماښام د ممبۍ انډینز او چینایي سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ پېل کیږي.

په دغو سیالیو کې به له دوه کلونو وروسته راستنېدونکې لوبډله (چینایي سوپر کینګز) د ایم ایس دهوني په مشرۍ یو ځل بیا خپله جادو ښکاره کوي، چې تر دې دمه یې دوه ځله د دغې سیالیو اتلولي ګټلې ده.

دغه دواړه لوبډلې چې د یوې مشري ایم ایس دهوني او د بلې روهیټ شرما کوي، تر دې دمه د آی پي ایل په تاریخ کې سترې او سختې مخالف لوبډلې دي، او همدا لامل دی چې ددوی ترمنځ لومړۍ لوبه ټاکل شوې ده.

همدا ډول ممبۍ انډینز چې تېر ۲۰۱۷م کال هم ددغې سیالیو اتلوله پاتې شوې ده، تر ټولو زیات درې ځل ددغې جام ګټونکې پاتې شوې ده.

په ۲۰۰۸م کال کې له پېلیدو نه وروسته ددغې جام نورې ګټونکې لوبډلې، کلکته نایټ رایډرز ده چې دوه ځل یې جام خپل کړی، سنرایزز حیدر اباد، رائل چیلنجرز بینګلور، راجهستان رائلز او زړه لوبډله ډیکان چارجز یو یو ځل ددغې جام اتلولي ګټلې ده.

په دغو سیالیو په لومړي ځل څلور افغان لوبغاړي په یو وخت ددغې سیالیو برخه کیږي، چې د افتتاح مراسم به یې نن د ممبۍ لوبغالي کې ترسره شي.

څلور افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن او ظاهر خان پکتین به له دریو لوبډلو لخوا لوبیږي، چې نبي او راشد به له خپلې زړې لوبډلې سنرایزز حیدر اباد، مجیب به له پنجاب او ظاهر خان به د راجهستان لوبډلې نمایندګي کوي.

د یادونې وړ ده چې د افغان لوبغاړو لخوا به لومړی لوبه د یکشنبې په ورځ د مجیب ځدراڼ او دهلي ډير ډیویلز لوبډلو ترمنځ کیږي، چې د مجیب د لوبېدو ډېر احتمال شته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د