افغانستان

دفاع وزارت: امنیتي ځواکونه د بهرنيانو نور ملاتړ ته هم اړتیا لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت مسوولین وايي د روانې جګړې لپاره سره له دې چې د شمېر له مخې کافي عسکر لري خو د بهرنيانو نور ملاتړ ته هم ضرورت لري.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش وايي، افغان عسکر د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر جګړه بوخت دي، خو د بهرنيانو روزنې، تمویل او مشورې ته لا ډېره اړتیا لیدل کېږي.

هغه له ازادۍ راډيو سره وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ پرون په کاناډا کې یوې غونډې ته وویل، که اړتیا شي د دوی چتر لاندې ټول ځواکونه به بېرته افغانستان ته وګرځي.

سټولنټبرګ ویلي په افغانستان کې مېشت بهرنیان باید د جګړې لپاره افغان عسکر وروزي او مشورې ورکړي.

محمد رادمنش پر تمویل، مشورې او روزنې سربېره د هوايي کوردینات یادونه هم کوي، هغه يادې سرچينې ته ویلي: «که ښوونه او روزنه، مشورې، هوايي کوردینات او مالي ملاتړ همدغه شان دوام پیدا کړي، موږ کولای شو چې له خپل ظرفیته په استفادې له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړو.»

رادمنش په داسې حال کې د کوردینات د ملاتړ یادونه کوي، چې دعوه کوي تېره اوونۍ افغان هوايي ځواکونو په کندوز کې د همدې کوردینات په وسیله د طالبانو غونډه بمبار کړې، چېرته چې ۱۷۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان دي.

افغان او بهرني پوځي چارواکي په داسې حال کې د جګړې لپاره د عسکرو په شا ټپولو څرګندونې کوي، چې محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې په پکتیا کې یو ځل بیا د سولې لپاره له خلکو د مرستې هیله وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x