افغانستان

کندهار، زابل او بادغيس کې درنه جګړه روانه ده

د ترلاسه شویو خبرونو له مخې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره د طالبانو له خوا د هېواد په ګوټ ګوټ کې پرلپسې بریدونه روان دي.
د هېواد په جنوب کندهار اوزابل کې هم د هېواد په شمال بادغیس کې د جګړو راپورونه ورکول شي، چې لا اوس هم روانې ده.

د کندهار په ارغنداب کې د سیاه سنګ په سیمه کې د ملي اردو او پولیسو په موټریز کاروان برید ترسره شوی دی، چې پکې د سپکو او درونو وسلو غږونه اورېدل کېږي. په یاده جګړه کې تراوسه پورې یو رینجر له یوې شوبلې سره له منځه تللي چې پکې سپاره کسان ټول وژل شوي دي.
د زابل په مرکز قلات کې د رايې اچونې په یوه مرکز درنه جګړه روانه ده، دغه جګړه چې د نورک ټاکنیز مرکز باندې پیل شوې ده، تراوسه بشپړ جزیات نه لري. په ورته وخت کې د هېواد په شمال بادغیس کې نن سهار پنځه بجې جګړه پیل شوې چې لاهم دوام لري، دغه جګړه د بادغیس په قادس ولسوالي کې شوې ده.
یاه دې وي چې  د رايې اچونې له رسمي وخت نه نږدې دوه ساعته تېرېږي، چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ د لسګونو بریدونو او چاودنو خبرونه ورکړل شوي دي، که څه هم رسنۍ له خپلې کړې ژمنې سره سم امنیتي پېښې نه خپروي، مګر په ټولنیزو رسنیو کې د سیمو حالات ښه څارل کېږي.
بل اړخ ته طالبان هم له خپلې برېښنا پاڼې پرلپسې د بریدونو راپورونه ورکوي.
د هېواد په پلازمېنه کې وضع عادي ښکاري، خلک په خپلو کورونو ناست دي او په کوڅه کې تګ راتګ کم دی.

زموږ همکاران د هېواد له ګوټ ـ ګوټ نه د دقیقو اوبې پرې معلوماتو لپاره هڅې کوي، له نن ټکی اسیا سر اوسئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x