د کندز کربلا / شاهین مجاهد

شاهین مجاهد

آه

ته هغه تور دودونه وینې کنه!

دغه لوګي له مدرسې نه خېږي

د ایماني ځوږ اوجذبې په ګناه

له هري خوانه پرې مرمۍ وریږي

آه! هغه زمونګ د کلې

هغه تنکی حافظ

چې بې په مینه سپین قران لوستلو

سپینه وړه پګړۍ په سر به یې وه

په مینه مینه به د کلي مدرسې  ته تللو

هغه تنکی اوګلالی حافظ مو

نن په ډیر ظلم قساوت شهید شو

په بې رحمۍ او سپین سترګي یې بمباري پرې وکړه

آه هغه سنګدله فرعونیانو راشهید کړلو

څومره زړه سختی او مکار دښمن دی

چې په وړه سينه یې وار وکړ

هغه سینه چې د قران له پلوشو ډکه وه

هغه سینه چې د توحید له زمزمو ډکه وه

هغه سینه چې په کې یوه نړۍ ارمان پروت و

هغه سینه چې په کې نور دسپین قران پروت و

آه ظالمانو نن هغه سینه غلبیل کړله

هغه حافظ لکه پتنګ نن سوځېدلی ښکاري

لکه بورا پخپلو وینولمبیدلی ښکاري

آه هغه شائسته او منور طالب جان

چې یې منزل ته رسېدلی و د هیلو کاروان

هغه طالب د حدیثونوطالب

ها د قران د ایاتونو طالب

ها چې دجهل فرعوني تیارو ته

ید بیضا و او عصا د موسی

هغه طالب چې په کلوکلو یې

د دین لپاره وې سختۍ ګاللې

په دغه لارکې یې تل لوږې او ګرمۍ ګاللې

خو ظالمان هغه هم په لمبو لولپه کړ

هغه مشال هم ګل شو

چې د  تور جهل په تیارو کې به یې

و خپل اولس ته رڼا بښله

هغه ګل ورژید

دعلم بڼ ته چې ښکلا بښله

آه ظالمه دومره ظلم!

ته د دې ظلم له انجامه خبر یې او کنه

د رب له سخته انتقامه خبر یې او کنه

ته لکه چې دابراهیم خدای نه پېژنې

ته لکه چې د موسی په رب باور نلرې

دخپل دې ظلم له انجام څخه بې غمه نشې

د رب له سخته انتقام څخه بې غمه نشې

دشهید ویني به تاریخ کې نوی باب جوړوي

د زمانې په مخ به نوی انقلاب راولي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د