د دولتي پلاوي تر سپیناوي وروسته !

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د دولتي پلاوي غړیو هغه مشاهدات او پایلې له رسنیو سره شریکې کړې کوم چې دوئ پر هاشمیه مدرسې د برید په ځای کې د پیښې له عیني شاهدانو او په روغتون کې د پیښې له ټپیانو او د هغوئ له معالجو ډاکټرانو څخه تر لاسه کړي وو.

د پیښې ځای ته د دولتي پلاوي او ورسره خبریالانو تر رسیدو وړاندې دولتي ویاندویانو ادعاء لرله چې د دوئ په بمبار کې په نښه شوي کسان ټول وسله وال طالبان دي چې خواو شا ۳۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله رسیدلې ، او د پیښې نور وژل شوي او ټپیان چې ډیری یې د مدرسي تنکي حافظان دي د سپکو وسلو په هغو پیرونو لګیدلي کوم چې تر بمبار وروسته خپله د وسله والو طالبانو لخوا د غونډې پر برخوالو باندې تر سره شوي دي.

خو اوس چې خپله دولتي پلاوي او د رسنیو ګڼ شمیر ژور نالیستانو د پیښې له ځایه لیدنه کړې او په روغتون کې یې له هغو ژوبل شویو کسانو سره خبرې کړي چې د هوايي برید په بمونو ژوبل شوي دي.

همدا راز د کندوز ښار د روغتون چارواکو په روغتون کې د شته ټپیانو د لیستونو له مخې دولتي پلاوي او ژورنالیستانو ته ویلي چې دوئ ته وروړل شوي ټپیان ټول ولسي وګړي دي چې د بمونو لمبو او پارچو یې جسدونه زخمي او ژوبل کړي دي .

خو دولتي ویاندویان د دې ټولو عیني حقائقو له لیدو سره سره بیا هم ټینګار کوي چې د دوي لخوا په نښه شوي هدف دیني مدرسه نه ؛ بلکې د طالبانو هغه پوځي (رژه) نمایش او غونډه وه چې په شمال کې د پوځي عملیاتو د پلانولو په غرض جوړه شوې وه .

د تعجب وړ خبره داده چې دولتي ویاندویان په داسې حال کې پر هاشمیه مدرسې برید د وسله والو طالبانو په غونډه برید بولي او دفاع تري کوي چې وژل شوي او ژوبل شوي ټول کسان یې ولسي وګړي او د مدرسي تنکي حافظان دي ، چې له همدې امله یاد برید د افغانستان دیني عالمانو، پوځي او سیاسي ماهرینو ، د پارلمان وکیلانو او د بشري حقونو مدافعو ټولنو بشري جنایت بللی او په خلاف یې خپله په کندوز او کابل سربیره د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې احتجاجي لاریونونه راووتل.

همدا راز د اسلامي نړۍ یو شمیر هیوادونو او په هغو کې د رابطة علماء المسلمین نړیوال علمي او مذهبي سازمان چې د کویټ، سعودي، یمن، اردن، ترکیې، هند، مصر، فلسطین، اندونیزیا او مالیزیا په شمول د ۲۴ اسلامي هیوادونو علما چې په هغو کې د علامه یوسف قرضاوي په څیر د اسلامي نړۍ وتلی علمي شخصیتونه عضویت لري یاد برید پر جنګي جنایت بللو سر بیره د مسلمانانو پر مقدساتو برید بللی دی او د رسمي اعلامیې په ترڅ کې یې هغه محکوم او د اسلامي شعائرو خلاف یو تیری بللی دی.

د هاشمیه دیني مدرسي د قران کریم د حافظانو د فراغت په مراسمو کې یواځې د دشت ارچي خلګ او علماء نه بلکې هلته د ټول شمال زون دیني علماء او قومي مشران د مدرسي لخوا بلل شوي او د مدرسي د چارواکو په حواله چې په دې اړه يي په کندوز کې دولتي چارواکو ته هم قبلي اطلاع هم ورکړې وه.

چې په دې سره ویلای شوای چې امریکايي / دولتي ځواکونو یاده غونډه له دې خبرداري سره سره چې هلته د مدرسي پر موجودو دیني طالبانو او حافظانو سربیره د ټول شمال زون دیني عالمان او منورین راټول شوي د وسله والو طالبانو د شتون په پلمه بمبار کړه چې له امله يي په سلګونو کسان مړه او ژوبل شول او دولتي چارواکي او ویاندویان هغه څه چې د هیواد علمي ، سیاسي او پوځي شخصیتونه او د اسلامي نړۍ مشهور علمايي جنګي جنایت او پر مقدساتو تیری بولي خو دوئ یې بیاهم شمال د خلګو لپاره یوه لاسته راوړنه بولي.

فاعتبروا یا أولي الابصار

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

د کابل مزدوره اداره خو د امریکا غلامه اداره ده مجبوره ده چی د بادارنه ملاتړ وکړی خو تاریخ به ددی تورمخو دا دروغ هیر نکړی او انشاالله یوه ورځ به ددی پیښی غچ د دوی څخه اخیستل کیږی او د ملی دفاع دورواغجن او مخ تور ویاند رادمنش به خپل ددی دروغو ګټه ووینی انشاالله دا دروغ به دا لعین په دار وزړوی .