ټویټر تر یو ملیون زیات اکاونټونه بند کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو شبکو مشهورې رسنۍ ټویټر اعلان کړی چې دوی د ترهګرۍ هڅولو او یا وده ورکولو په تور له یو ملیون څخه زیات اکاونټونه بند کړې دي.

د راپورونو له مخې ټویټر تېر ۲۰۱۷م کال په خپور شوي اعلان کې ویلي و چې دوی به د تاو تریخوالي او د نورو اکاونټونو د ځورونې پر وړاندې سخت ګام پورته کوي.

د ټویټر شبکې د تازه خپور شوي اعلان په وینا، چې «مونږ تر اوسه د خپل کار یا پلیټ فارم شفاف ساتلو او نور پرمختګ لپاره تر یو ملیون زیات کاروونکو باندې هغه اکاونټونه بند کړي دي کوم چې ترهګرۍ او افراطیت ته د هڅولو او ودې ورکولو لپاره ګټه ترې پورته کېده».

د یوه راپور په وینا دغې ټولنیزې رسنۍ تېر کال له جولاي څخه تر دیسمبر میاشتې پورې دوه لکه ۷۴ زره او ۴۶۰ اکاونټونه په دې تور له معلوماتو وروسته بند کړي وو چې د ترهګرۍ په هڅولو کې یې مرسته کوله.

د ټویټر اداره وايي چې مونږ د مثبتې پالیسۍ او پلیټ فارم چمتو کولو لپاره له دغې لارې کار اخلو، او ددې لپاره مو د څارنې یو منظم ټیم هم ځانګړی کړی چې په ځانګړي ډول خاص اکاونټونه په پام کې نیسي.

د ترهګرۍ پر وړاندې له ځینو سر سختو هېوادونو لخوا پر ټويټر زور اچول شوی و تر څو هغه حسابونه له منځه یوسي کوم چې د ترهګرۍ په هڅولو کې مرسته کوي.

د ټویټر د راپور پر اساس د تېرو شپږو میاشتو په دوران کې ۹۳ سلنه حسابونه د نړیوال قانون له مخې بند کړل شوې دي، چې په ۷۴ سلنه حسابونو باندې یې وړاندې له دې ټویټ کول بند کړي وو.

په راپور کې زیاته شوې چې اوس هم تر دې دمه ۲ سلنه حسابونه پر ټويټر د ترهګرۍ او افراطیت هڅولو کې بوخت دي.

دوی وایي چې ددغه کار هدف یې د بیان ازادي ختمول یا پر دې بندیز لګول نه دي، بلکې د ترهګرۍ او افراطیت په ختمولو کې مرسته کول دي.