افغانستان

ننګرهار کې د ملي اردو لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا: ننګرهار ولايت خوږ ياڼو ولسوالۍ څخه مو همدا شېبه خبر تر لاسه کړ، چې طالبانو نن سهار شپږ بجې د نوموړې ولسوالۍ شناوړۍ سيمه کې د ټاکنو پر مرکز بريد وکړ او مرکز يې ويجاړ کړی دی.

د مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ويل شوی.

د يو بل خبر له مخې د خوږياڼو ولسوالۍ سکاوې سيمه کې د ټاکنو پر مرکز د بريد له امله مرکز خالي شوی، ګرد کارکوونکي او ساتونکي له سيمې وتلي دي. د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ څخه تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې تېره شپه ۱۱ بجې د يادې ولسوالۍ شمعه خيلو سيمه کې د ټاکنو پر حوزه وسلوال بريد کې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

ده بالا کې د ملي اردو ۲۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی نظامي ملګرو د ننګرهار ده بالا ولسوالۍ کې د ملي اردو عسکرو سره د يوې نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه اووه عسکر و وژل شول او دريالس نور ټپيان دي.
خيوه کې څلور عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار ولايت خيوې ولسوالۍ څخه تر لاشوي خبرونه وايي، چې د يادې ولسوالۍ بيديالي سيمه پوليسو او اربکيانو سره په نښته کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

سرخرود کې د ټاکنو پر مرکز بريد شوی
سرخرود ولسوالۍ څخه تر لاسه شوی خبر وايي، چې امرخيلو سيمه کې د ټاکنو پر مرکز د چاودنې له امله د ټاکنو مرکز بند او کارګران يې له سيمې تښتېدلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x