اوو میاشتو کې پر افغان خاوره هره ورځ تر ۱۵ ډېر بمونه اچول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیانو د هوايي قومندانۍ د شمېر له مخې په تېرو اوو میاشتو کې زرګونه بمونه پر افغان خاوره غورځول شوي دي.

د دې سرچينې د تېرو اوو میاشتو د ور کړل شويو راپورونو له مخې د تېر میلادي کال د اګسټ له میاشتې د روان کال د دویمې میاشتې تر وروستیو پورې ټول ۳۲۲۴ بمونه اچول شوي دي.

د پورته شمېر له مخې په متوسط ډول هره ورځ نږدې ۱۶ بمونه غورځول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ د ۲۰۱۷ میلادي کال په اګسټ میاشت کې ۵۰۳، په سپټمبر کې ۶۵۳، په نومبر کې ۳۵۲ او په ډسمبر کې ۴۵۵ بمونه غورځول شوي دي.

د تېر کال په همدې وروستیو میاشتو کې د امریکا د نوي ستراتېژي اعلان وشو او ورسره په افغانستان کې د بهرنیانو له لوري هوايي بريدونه پیاوړي شول.

د روان کال په لومړۍ میاشت کې ۳۷۸ او په دویمه میاشت کې ۴۶۹ بمونه غورځول شوي دي، چې په ټول هېواد کې يې د جګړې اور ژبغړاند ساتلی دی.

سره له دې چې افغان حکومت او امریکايي چارواکي د ټرمپ د نوي ستراتېژۍ د تطبیق سرسختي پلويان دي، په څنګ کې يې د سولې غونډې او خبرې هم روانې ساتلې، چې د شنونکو په باور یوازې نمایشي بڼې لري.

د ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان څو میاشتې وروسته د خپلواکو سرچينو د څېړنو پر بنسټ په ملکي مرګ ژوبله کې نږدې ۵۲ سلنه لوړوالی راغی.

یوازې په تېر اوونۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په یوه بمبار کې ۱۷۰ ملکي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول، چې لا يې هم په اړه کورني او بهرني غبرګونونه روان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د