معصوم ستانکزی

ولسي جرګې د ملي امنیت رییس استجواب کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په تړاو د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی استجواب کړ.

نن د ولسي جرګې د غونډې دغه برخه د ملي امنیت د رییس په غوښتنه د پردې شاته وشوه.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړی لالی حمیدزی وايي، په هېواد کې د وروستیو نا امنیو، بريدونو، غلا، وژنو او تښتونو په اړه يې د ملي امنیت رییس استجواب کړ.

هغه اوونۍ وړاندې د معصوم ستانکزي په اړه دا هم ویلي و، چې باید له دندې لرې کړل شي، په وینا يې هغه د خپلې دندې پر ځای پر نورو «سیاسي بوختیاوو» بوخت دی.

د غونډې په اړه له رسنیو سره څه نه دي شریک شوي، خو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو پر بریدونو، د امنیتي ځواکونو تلفاتو او تسلیمۍ سربېره پر کونړ د پاکستاني الوتکو بمبار وروستۍ هغه پېښې دي، چې رسنیزې شوې دي.

طالبانو نن د خپل بلنیز کمیسیون په میاشتني راپور کې ویلي دي، چې په تېره میلادي میاشت کې يې ۳۸۵ تنه دولتي منسوبين له دندو لاس اخیستو ته تیار کړل.

لالي حیمدزي له ازادي راډيو سره د کندوز پېښه هم یاده کړه، چې په اړه يې باید ملي امنیت رییس وپوښتل شي.

په دې پېښه کې چې د دستاربندۍ پر مراسمو بمباري وشوه، د لسګونو ماشومانو په ګډون ۱۷۰ تنه ولسي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

ولسي جرګې د دې پېښي د «دقیقو څېړلو» په پلمه د پلاوي د ټاکل کېدو ژمنه هم کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د