« څلوېښت سلنه افغانان روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی نه لری»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د روغتيا نړیوال سازمان په افغانستان د عامو افغانانو د روغتيايي خدمتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او وايي، چې څلوېښت سلنه افغانان په هېواد کې روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

د روغتيا نړيوال سازمان روغتيايي خدمتونو ته د نه لاس رسي لامل د افغانانو اقتصادي ستونزې بولي، خو په هېواد کې د اقتصادي ستونزو سربېره د معياري روغتونو، درملو او لابراتوارونو ستونزه هم تر ډېره پر ځای پاتې ده، چې له امله يې ډېری افغانان د عادي ناروغيو لپاره هم پاکستان، هند او ځينو نورو هېوادونو ته سفر کوي.

په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي پيرټر ريک د روغتيا د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل: «د نړيوالو مرستو سربېره افغان حکومت تر اوسه مطلوبې پايلې نه دي ترلاسه کړي، موږ د روغتيا وزارت له هڅو خوښ نه يو او روغتيايي خدمتونو ته د افغانانو د لاس رسي ستونزه لا هم نه ده حل شوې.»

د ګډ حکومت د روغتيا وزير بيا وايي، چې نړيوالو له روغتيا وزارت سره مرستې کمې کړي او دوی اړ دي، چې د خپلې بوديجې لپاره نورې لارې چارې وسنجوي.

فيروز الدين فيروز ادعا کوي، چې د نړيوالو مرستو د کمښت سربېره هم نوي سلنه افغانان روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی لري، چې پخوا دا ارقام يوازې شپېته سلنه وو.

په افغانستان کې د ډاکټرانو د علمي سويې، له ناروغانو سره د ناوړه چلند، د لابراتوار او اکسرې د معياري ماشينونو د نه شتون سربېره د لابراتوار ټيکنالوجسټانو علمي سويه لا هم له نيوکو سره مخ ده او د دې سربېره له پاکستان، ایران، هند او نورو هېوادونو د غير معياري درملو راواردول او د ډاکټرانو له لوري همدغه غیر معياري درمل ناروغانو ته ليکل تر ټولو ستره ستونزه ده، چې د حکومت د ادعاوو سربېره تر اوسه يې حکومت په مخنيوي نه دی توانېدلی او لامل يې هم دا بلل کېږي، چې حکومتي چارواکي د ناقانونه او غیر معياري درملو په قاچاق او سوداګرۍ کې لاس لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د