شعـــــرونه

له حبیب سره د وصال تحفې/ مولوي عبدالله مختار حسیني

لکه زلفې د اشنا په بارخوګانو جوړې شپې کړي

یا شبنم په نرۍ شونډو د ګلاب باندې بوسې کړي

 

لکه ځمکه بارانونه ترې زرغونې  سرې غونچې کړي

یا حاشیـه د کتــابو کې ملایان مطالعــــــې کړي

 

لکه صورت چې له مادې نه د وجود استعارې کړي

یا میخور په نوش د میوو کې ګډاوې او نشې کړي

 

لکه مینه تصور کې له اشنا سره مې شــــــپې کړي

یا جانان په تورو سترګو له بڼو سره غمـــزې کړي

 

لکه شونډې په غاښونو،  کله ګل کله غونچــې کړي

یا په وړانـګو دډیـوې باندې پتنګ تنه ایـــــــرې کړي

 

لکه نور چې له څراغ سره بریښنا او پلـــــوشې کړي

یا ماشوم د مورپه غېږ کې امیدونه تلوسې کړي

 

لکه لال په دنګه غاړه کې،  د زړه ماتې شیشې کړي

یا بلـبل چې د سنـبل په تغزل کې تماشـــــــې کړي

 

لکه خال چې په محراب د تورو وروځوکې سجدې کړي

یا بورا چې د غاټول په نرمه غېږه کې مزې کړي

 

له خپل رب څخه زه غواړم ، چې یې درته ټول اسرې کړي

له حبیب سره مې مینه،  د وصال پورته تحفې کړي

 

که جنت او جنتیان پکې د کأس نوشې پیالې کړي

داجنت دې د جانان د قدم خاورې او کوڅې کړي

 

که کتاب په اخرت، د حور عین راته قیصې کړي

دارمـــان حورې مې دلته، د اشنا ترڅنګ ویدې کړي

 

دا قلم ده، چې خیالات یی تموج او هم څپې کړي

له مختاره بې اختیاره نن انځور د عشق کیسې کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x