ننګرهار: چپرهار کې سخته جګړه روانه ده
نن ټکی اسيا: ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ څخه مو خبر تر لاسه کړ، چې د ټاکنو د حوزې د امنيت لپاره ګمارل شوې څلور امنيتي پوستې د طالبانو د بريد له امله ويجاړې او ساتونکي يې په تېښته بريالي شول.
خبر زياتوي، چې اوس د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د طالبانو او ملي اردو تر منځ درنه نښته روانه ده.
د مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ويل شوي. له همدې ولسوالۍ څخه يو بل خبر وايي، چې ګل درې سيمه کې د طالبانو او ملي اردو تر منځ نښته کې يو رينجر ويجاړ او دوه عسکر وژل شوي دي.
خوږياڼو بازار کې د ټاکنو مرکز ته څېرمه چاودنه شوې
خوږياڼو ولسوالۍ څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ بازار کې د ټاکنو مرکز ته څېرمه د خلکو د ډارولو په موخه چاودنه کړې او د چاودنې له امله د ټاکنو مرکز خالي دی.
مومند دره کې د ټاکنو مرکزونه بند شوي
مومند درې ولسوالۍ څخه مو خبر تر لاسه کړ، چې هزار ناو او دامان سيمو کې د ټاکنو مرکزونه ته څېرمه د چاودنو له امله مرکزونه بند او کارکوونکي يې په تېښته بريالي شوي دي.