افغانستان

سعودي عسکر له اردني معتمرینو زمزم اوبه تويوي/ ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): نن د شنبې په ورځ د سعودي او اردن پر سرحد باندي د هغو معتمرینو زمزم اوبه پر سړک توی کړل شوې چې غوښتل یې له ځانه سره یې خپل هیواد ته یوسي.

پر ټولنیزو پاڼو یوه ویډیو خپره شوې چې په کښي معتمرین او د موټر چلونکي د زمزم اوبو څخه بوشکې خالي کوي، ځکه چې د سرحدي عسکرو له لوري ورته ویل شوي چې تر هغو به یې خپل هیواد ته د ننوتلو چاري بشپړي نه شي، تر څو یې د راوړل شویو زمزم اوبو څخه ځان خلاص کړی نه وي، ځکه چې په وینا یې دغه زمزم دوی په غیر قانوني توګه له ځانه سره وړي.

سعودي هر معتمر ته یوازي د یوه بوتل وړلو اجازه ورکوي، چې په هغه کې هر حاجي/معتمر پنځه لیټره اوبه په الوتکه کې او لس لیټره زمزم په موټر کې له ځانه سره وړلای شي، خو دغه زمزم به هم یوازي هغه وي چې د سعودي د حکومت له اړخه په ځانګړو بوشکو کې بندیږي او پر حجاجو/معتمرینو باندي خرڅیږي. هغه اوبه چې حاجیان یې د ځان لپاره د حرم شریف څخه په خپلو بوشکو کې ډکوي، د سعودي حکومت د قانون خلاف دي، نه په الوتکه کې قانونا اجازه ورکول کیږي او نه هم د ځمکې له لاري پرېښودل کیږي.

اردن د سعودي سره سرحد لري او حاجیان/معتمرین یې اکثره د لویو مسافر وړونکو موټرو په واسطه حج او عمرې ته ځي.

لاندي ویډیو کې یوه معتمر د هغو بوشکو انځورونه اخیستي چې د زمزم له اوبو څخه خالي کیږي او وايي چې سعودي یوازي د پیسو لپاره دا کار کوي، دوی غواړي چې د زمزم اوبه هم پر حاجیانو خرڅي کړي.

د ویډیو د زیات انتشار له امله په اردن کې د سعودي سفارت پر خپل ټویټر پاڼه د زمزم اوبو په اړه خپله دولتي پالیسي نشر کړې چې په هغې کې یې د دولتي شرکت ستاینه کړې چې څرنګه د زمزم له څاه څخه تر معتمرینو پاکې او صفا برابروي او په حرمینو کې د اوبو د رسولو لپاره څومره خدمت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
javed

سعودی حکومت باید حاجیانوڅخه په مختلفو طریقو پیسی واخلی ځکه چی د پخوا څخه اوس ډیر ضرورت ورته لری د سلو سینماګانو جوړول د قمارخانو جوړل خو هم یو څه خرچه غواړی !!!

عبدالرحمن

يقیناً هم اوس ډیر ضرورت ورته لری ځکه بربنډی فاحشی ښزی په سینماؤ کی ګډول هم بی پیسو نه کیږی

غ.حضرت

د څکلو اوبه ډېر لوی عزت او حرمت لری باید فقط و چیښل شی، خوشی تویول ئې ستر کفران او ناشکری ده خصوصاً چه زمزم غوندی سپیشل او خاصی اوبه وی.
سړئ څه ووائي.قانون هم محترم دی خو نه هر ځای او هر وخت.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x