آی پي ایل: د براوو اسمان څکو شپږیزو چینایي لوبډلې ته بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۷ل): د هند تجارتي لیګ سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن د چینایي سوپر کینګز لوبډلې د ډاین براوو اسمان څکو شپږیزو په مرسته ممبۍ انډینز لوبډلې ته له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړه.

د چینایي لوبډلې له پېله ویکټې له لاسه ورکړې او داسې اټکل کېده چې شاید ماتې وخوري، خو د ویسټ انډیز غوره آلراونډر براوو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په یوازې ځان یې سیالۍ وګټله.

د آی پي ایل یوولسم پړاو لومړۍ لوبه په زړه پورې سر ته ورسېده، چې په کې د دهوني لوبډلې پچه وګټله خو روهیټ شرما ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، هغوی په شل اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۵ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د دهوني لوبډله په پېل کې له سخت فشار سره مخ شوه او پرلپسې ویکټې یې له لاسه ورکړې، چې پخپله دهوني هم یوازې ۵ منډې جوړې کړې او وسوځېد، خو وروسته ډاین براوو په زړه پورې لوبه وکړه، نوموړي د ۷ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته په ۳۰ توپونو ۶۸ منډې جوړې کړې.

همدا ډول د هند پریمیئر لیګ لومړی لوبه په زړه پورې پای ته ورسېده، او سبا یکشنبه د افغانستان پر وخت ۳ بجی د مجیب ځدراڼ لوبډلې او دهلي ډیر ډیولز ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
درانی@#
میلمه
درانی@#

براوو دی راشد خان او مجیب ځدران سره مخامخ شی چی دا مغزه یی ورته یخ کړی