افغانستان

طالبانو په انتخاباتو کې د ګډون په تړاو خپرې شوې اعلامیې رد کړې

نن ټکی آسیا:نن د دوهم پړاو ټاکنو پر لومړۍ ورځ په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د مشرتابه په نوم ځينې اعلامیې خپرې شوې، چې له خلکو څخه په انتخاباتو کې د ګډون او د رایه ورکوونکو لپاره د مزاحمت د نه کولو غوښته شوي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وویل :«د فیس بک په ځینو پاڼو کې یوه جعلي او خود ساخته اعلامیه د اسلامي امارت په نامه نشر شوې، په دې اعلامیه کې راغلي چې په هلمند کې مجاهدینو په اولس ږغ کړی چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او دخپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.موږ دا ډول جعلې هڅې د مورال بایللي دښمن رسوا او له شرمه وتلې هڅه بولو او په کلکه یې ردوو.»

نوموړي د ټاکنو پر ورځ د جعلي اعلامیو خپرول په کلکه رد کړي او زیاته یې کړه، چې د دې ډول خود ساخته هڅو موخه یوازې او یوازې د خلکو ذهنونه په تشویش کې اچول دي.
نوموړی څرګنده کړه، چې د دوی ټولو نظامي کسانو ته څو ورځې وړاندې لا امر شوی ،چې د ټاکنو د ګډوډولو او د ټاکنیزې پروسې د له منځه وړلو لپاره تیارسئ او چمتو اوسي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو په خپل وروستي خبرداري کې د ټاکنو پروسه د امریکایي اشغالګرو له لورې یوه جعلي، ډراماتیکه او شیطاني پروسه بللې وه.

زموږ د همکار یادونه: د طالبانو له لورې خپرو شویو رسمي اعلامیو ته په پام د دغو خپرو شویو اعلامیو له ترتیب او لیکدود څخه له ورایه بريښي،چې اعلامیې جعلي او په لاس جوړي شوي دي.

urozgan-jaly-elamia

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x