د (ژوند اووه رازونه) کتاب چاپ ته واستول شو

د “ژوند اووه رازونه” کتاب په ننګرهار کې “کتاب خپروندویه اداره” چاپوي، دا کتاب د هېواد د نوي کهول ځوان ليکوال او ژباړن “حضرت عثمان نوري” خپلې مورنۍ ژبې “پښتو” ته را ژباړلی دی

دغه ګټور کتاب د بهر پوهنتونونو د بېلابېلو پېاوړو او نامتو استادانو او ارواپوهانو له لیکنو ژباړل شوی دی. د ژوند اووه رازونه کتاب د ارواپوهنې برخه ده، ژباړه یې روانه، فصیحه او مننونکې ده، د کتاب لومړۍ، منځنۍ او د پای برخه ګټوره او په زړه پورې موضوعات لري او د نن عصر د ځوان کهول لپاره خورا ښه او ارزانه درملنه پکې تر سترګو کېدای شي.

د “ژوند اووه رازونه” چاپچارې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په ننګرهار کې د “کتاب خپرندویه ادارې” په لګښت په نړیوال معیاري نمبر (( ISBN چاپ او بازار ته وړاندې کیږي. دغه کتاب به په ننګرهار کې “کلاسیک، ختیځ، دعوت، مومند او میهن کتاب پلورنځېو؛ په پلازمېنه کابل کې انتشارات سعید او اکسوس کتاب پلورنځېو؛ په پکتیا کې د علمي کتاب پلورنځي، په کندهار کې د کروړ کتاب پلورنځي او په خوست ښار کې به د لېوال کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولای شئ.

کتاب به ډېر ژر له چاپه را ووځي او تر تاسو به یې ورسوو. چاپ یې پر موږ او لوستل یې پر تاسو.

کتاب خپرنځي اداره

د لیکوال پيژندنه دکتاب له پښتۍ څخه:

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خليل الرحمن
میلمه
خليل الرحمن

شه وشول