
د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې ټاکنیز مرکزونه تر بریدونو لاندې دي
نن په هېواد کې د دویم پړاو ټاکنو ورځ ده، چې رسماً د سهار په اوو بجو پیل شوه، چې د مازیګر تر څلورو بجو به دوام وکړي.
دویم پړاو ټاکنې د ټاکنو د کمیسیون د مشر یوسف نورستاني په رایه اچونې پیل شوې، چې ورپسې ولسمشر حامد کرزي خپله رایه وکاروله. د ولسمشرۍ دوو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي په حبیبیه لېسه کې او ډاکټر عبدالله عبدالله په استقلال لېسه کې خپلې رايې وکارولې.
له بلې خواد د پلازمېنې په ګډون د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې په ټاکنیزو مرکزونو د بریدونو خبرونه ورکړل شوي دی. طالبانو د فاریاب،روزګان، هرات، کندهار، بادغسی، هلمند، زابل، غور، بلخ او ګڼ شمېر نورو ولایاتو کې په ټاکنیزو مرکزونو د بریدونه خبرونه ورکړي دي. په یادو بریدونو کې چې یواځې په نږدې دوه ساعته کې يې مرګ ـ ژوبله لسګونو ته رسېږي، امنیتي مسوولین له اندېښنوسره مخ کړي دي.
که څه هم د رایو د مرکزونو د خوندیتوب لپاره سلګونه زره امنیتي ځواکونه ګمارل شوي، خو داسې ښکاري چې طالبان پخپل ګواښ کې لکه د تېر په څېر ډېر فعال دي. طالبانو تر ټاکنو وړاندې پخپلو دوو پیغامونو کې له خلکو غوښتي وو، چې د ټاکنو په ورځ دې د رایو له مرکزونو لرې واوسي. بل طرف ته د روانو ټاکنو په وړاندې یوبل عمده خنډ درغلي ګڼل کېږي، چې تېره شپه يې د هېواد له ګوټ ـ ګوټه خبرونه ورکړل شول.
د پکتیکا په ارګون ولسوالي کې د مېلمه راډيو د کارکوونکو له لوري په تېرو ټاکنو کې هم د قومندان عزیزالله په خوښه شپږ صندوقونه د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه ډک شوي وو، چې له رسوا کېدو وروسته رايې باطلې اعلان شوې. په همدې راډيو کې د همدې کارکونکو له خوا تېره شپه هم د یونوماند په خوښه صندوقونه ډکېدل، چې د اربکیانو له قومندان عزیزالله سره يې پرې جوړجاړي ته ونه رسېدل او هغه هم په خپلو عسکرو د مېلمه راډیو کارکوونکي وهلي دي.