نړۍ

امریکايي دیپلوماټ په خپل موټر دوه پاکستانیانو ته مرګ ژوبله واړوله / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د امریکې د سفارت یوه جګپوړي دیپلوماټ په خپل موټر دوه پاکستانیان ووهل، چې له امله یې یو ځای پر ځای ووژل شو او بل په سخت ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوی دی.

پولیسو د دیپلوماټ پر ځای د هغه موټر بندي کړی ځکه چې هغه ته د دیپلوماټۍ له وجې د قانوني چلند څخه مصؤونیت حاصل دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم امریکايي دیپلوماټ د ترافیکي اشارو او قوانینو پر خلاف موټر چلاوه، چې له امله یې پر موټر سایکل سپاره دوه تنه پاکستانیان په خپل لینډکروزر موټر ووهله او یاده مرګ ژوبله یې ور واړوله.

امریکايي دیپلوماټ تر پيښې وروسته خپل سفارت ته پناه وړې، او سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پيښې د تصدیق تر څنګ ویلي دي چې دوی د پولیسو سره په اړیکه کې دي، تر څو د پيښې نوره پلټنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د پيښې په اړه تحقیقات روان دي.

د قرباني شوي پاکستاني پلار ویلي چې تر اوسه هم ددوی سره نه هم حکومت او نه هم امریکايي سفارت اړیکه نیولې. او زیاته کړې چې زوی یې کار ته روان وو، چې له یادې پيښې سره مخ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی !!!! په پاکستان کی د افغانستان د هغه اسلامی امارت سفیر چه حکومت یی د پاکستان حکومت په رسمیت پیژندلی وو ، دیپلومات څه جه د اسلامی امارت سفیر له سفارته راباسی جه هغه د افغانستان حریم کی شمیرل کیږی په ډیره بی عزتی او په ډیره بی رحمی او وحشت امریکایانو ته سپاری امریکایان یی ګونتانامو ته بیای بی له دی چه کوم جرم یی کړی وی څوک یی وژلی او بیا د اسلامی امارت کوم وزیر هم نه وو سفیر وو . مګر نن د پاکستان غلام حکومت زمامداران د امریکا یو ډیبلومات جه د نیشی له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x