افغانستان

ننګرهار: د ناامنیو له کبله د رایې اچونې لس مرکزونه تړلي پاته دي

نن ټکی آسیا:په ننګرهار ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي دفتر وايي چې د ناامنيو له امله لس مرکزونه تړلي پاتې دي.
له دې وړاندې په پام کې وه، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لپاره په ننګرهار ولايت کې د رايو ٣٩٣ مرکزونه پرانيستي وي.
خو په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي مشر خواجه امين الله فضلي له وینا سره سم ، نن په دغه ولايت کې ٣٨٣ مرکزونه پرانيستل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې لس مرکزونه د ناامنيو له امله نه دي خلاص شوي او امنيتي ځواکونو ورسره ژمنه کړې، چې د ورځې په اوږدو کې يې به يې د پرانيستلو هڅه وکړي.
دى وايي چې دغه لس مرکزونه په  حصارک، شېرزاد، پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزادهم د يادو مرکزونو بندیدل تایید کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x