د سوریې ماشومانو د قرآن کریم د شهیدانو په ملاتړ مظاهره وکړه / انځورونه – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د سوریې د ادلب په ښار کې د قرآن کریم د یوې مدرسې شاګردانو په کندوز ښار کې وژل شوي حافظان «شهداء القرآن» وبلل او د هغوی په ملاتړ یې مظاهرې وکړې.

دوی چې شمېر یې په لسګونو وو، له ځانه سره یې مختلف شعارونه هم وړل، چې پر ځینو یې د قرآن کریم آیتونه لیکلي وه، لکه: و ما نقموا منهم الا ان یؤمنوا بالله العزیز الحمید. (البروج ۸)

ژباړه: اوله هغو مؤمنانو سره دهغو دښمني له دې پرته په نور څه نه وه چې هغوي په هغه خداي ايمان راوړي و، چې برلاس او په خپل ذات كښې په خپله ستايل شوي دي (کشاف).

په یوه بل بینر کې لیکل شوي: دا جګړه پر اسلام باندي ده، له افغانستان تر چیچنیا، تر عراق او سوریې پوري. هر څه په خپلو نومونو ونوموئ، نور ماسكونه (مخ پوټي) غورځېدلي.

امریکا ماشومتوب وژني.

افغانستان او زمونږ زخم یو دی.

تاسو تروریستان یاست، مونږ نه.

د حرام بن ملحان لمسیانو، د کعبې د رب په قسم، تاسو وګټله.

حرام ابن ملحان د انس بن مالک ماما و او د بئر معونة پېښه کې لومړی قاري صحابي و چې شهید کړل شو (حامد افغان/فیسبوک).

د سوریې ماشومان چې خپله هم د روسیې او سوریې ظالمانه نظام تر بمباریو لاندي دی او هره ورځ یې په لسګونو وژل کیږي، سړکونو ته را وتل او د افغانستان په کندز ولایت کې د دستاربندۍ پر مراسمو برید غندل یې په ټولنیزو پاڼو کې په پراخه کچه ستایل شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فریدون
میلمه
فریدون

نه پوهیژم
آخرت دا دومره ولی بی غیر ته یو
رادمنش او باداران او ملگری د واوری چی الله جل جلاله وایی
والله سریع الحساب