دپاکستان پخوانی داخله وزیر نصیرالله بابر د۸۳ کالو په عمر ومړ

NaseerullahBabar220(نن ټکی اسیا ) دپاکستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر او متقاعد جنرال نصیرالله بابر له ورپیښې اوږدې ناروغۍ وروسته په پیښور کې مړ شو

نوموړی له څه وخت راهیسی دپیشور په نظامی روغتون سي ام ایج  روغتون کې تر درملنې لاندې وو ،چې بالاخره نن سهار یې ساه ورکړه .

نصیرالله بابر دپاکستان یو سیاسی شخصیت ګڼل کیده ، نوموړي په ۱۹۷۵ میلادی کال کې دخیبر پښتونخوا دصوبې والي پاته شوي او دبې نظیر بوټو دحکومت په وخت کې د سنده د صوبی دکورنیو چارو دوزیر په توګه دنده ترسره کړې

احمد بریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.