افغانستان

کابل: د رایې اچونې درې مرکزونه وتړل شول

د کابل په خوشال مېنه کې د رایې اچونې دوه او په پلچرخي سیمه کې یو مرکز تړل شو ی دی. د ټاکنو د ناظرینو له قوله دغه مرکزونه يې د درغلۍ له امله تړلي دي.
د خوشال مېنې اړوند په قمبر څلورلارې کې د ټاکنو دوه مرکزونه هغه وخت وتړل شول، چې څو تنو پرلپسې څو ځله رایې وکارولې.

د ناظرینوله خولې دې مرکزونو ته داسې رنګ ورکړل شوی و، چې شېبه وروسته بېرته له ګوتې نه پاکېدای شوای.
د دوی په خبره د رایې اچونې ټول مواد يې مرکزي څانګې ته لېږلي، ترڅو چې د رنګ د پوخوالي ژمنه نه وي شوی دغه دوه مرکزونه به تړلي وي.
د کابل په ختیځ کې د پلچرخي په سیمه کې بیا یو مرکز له دې امله تړل شوی، چې پکې د یونوماند لپاره په زور رایې اچول کېدې. د سيمې د خلکو له خولې په پلچرخي کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د پلوي او زورواکي جنت ګل مجاهد کسان خلک په زور د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه رایې اچونې ته اړباسي. د دوی له قوله په سیمه کې د همدې قومندان کسانو د ډاکټر اشرف غني احمدزي عکسونه څېرلي دي. او خلکو ته يې هم ګواښ کړی، چې باید رایه ورنه کړي.
دا په داسې حال کې دی، چې د هېواد په نورو ولایاتو کې د زورواکو او قومندانانو له خوا په شپه کې د یو مشخص نوماند په ګټه صندوقونه ډک شو ي دي. چې ورته پېښې د ټاکنو د شفافیت اعتبار پوره له منځه وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x