fbpx

سوریه: په غوطه کې روسي او سوري الوتکو زهرجن بمونه کارولي / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د سوریې پلازمینې ته څېرمه د الغوطه الشرقیه په «دوما» سیمه کې روسي او د بشار الاسد نظامي ځواکونو پر ملکي سیمو د زهرو ډک بمونه کارولي چې له امله یې په لسګونو ماشومان او ملکیان وژل شوي او تر روغتونه رسیدلي دي.

د الجزیرې د خبریال د وینا سره سم جنګي الوتکو په لسګونو ځله پر یاده سیمه بمبار وکړ او په ځینو بمباریو کې يې په نړیواله کچه منعه شوي «کلسټر بمونه» هم کارولي.

په دوما ښار کې د ځان ژغورنې ادارې (دفاع مدني) رسنیو ته ویلي چې پر ښار باندي زهري بمونه کارول کیږي، چې له امله یې دوی نور خپل کار ته ادامه نشي ورکولای.

ناکامه مذاکرات:

د الجزیرې د راپور سره سم د روسي او سوریې ځواکونو له لوري د بمباریو دغه سخته لړۍ وروسته تر هغه پیل شوه کله چې د جیش الاسلام په نامه وسلوالې مقاومت کوونکي ډلې او روسیې تر منځ مذاکرات ناکام شول، ځکه روسیه د جیش الاسلام څخه غوښتنه کړې چې خپله وسله به تسلیموي.

دوما په غوطه شرقیه کې وروستۍ سیمه ده چې د وسلوالو مقاومت کوونکو په لاس کې ده، پاتې برخه یې ټوله د روسي او سوریې الوتکو په وحشي بمباریو او مذاکراتو د استوګنو (وسلوالو او ملکیانو) څخه خالي شوه.

لاندي هغه وروستۍ ویډیو ده چې د الجزیرې له لوري خپره شوې او په کښي په زهرو اخته شوي او یا وژل شوي ماشومان ښکاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د