fbpx

سوریه: په کیمیاوي بمباریو کې ۱۵۰ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د سوریې پلازمینې ته څېرمه د غوطه شرقیه په دوما ښارګوټي کې د روسي او سوریايي الوتکو د بمباریو له امله د تیرې ورځې څخه تر اوسه ۱۵۰ کسان د زهرجنو ګازونو د تنفس کولو له وجې وژل شوي او ټپیان دي.

د الجزیرې د راپور سره سم دغه بمباریو کې د ۱۵۰ مړو تر څنګ په سلګونو نور ټپيان او ناروغه دي، ځکه چې روسي او سوریايي الوتکو د زهرجن کلور کیماوي مواد او «سارین ګاز» پر ملکي سیمو کارولی دی.

په ورته وخت کې روسي الوتکو «کلسټر» بمونه هم کارولي چې په زیاته اندازه تخریب کوي او په نړیوال قانون کې بندیز باندي لګېدلی دی.

د جیش الاسلام په نامه وسلوالي مقاومت کوونکي ډلې ویلي چې په تیرو ساعتونو کې روسي الوتکو تر ۲۵۰ زیات ځله بمبارۍ کړي.

په همدې سیمه کې د دفاع مدني ادارې ویلي چې په سیمه کې خپل کار ته ادامه نشي ورکولای، ځکه چې بمبارۍ زیاتي دي.

په غوطه شرقیه کې دوما وروستۍ سیمه ده چې وسلوال مقاومت کوونکي په کښي شتون لري، ویل کیږي چې دغه پرمختګ وروسته تر هغه راځي چې د جیش الاسلام او روسي ځواکونو تر منځ مذاکرات ناکام شول، ځکه چې روسانو د جیش الاسلام ډلې څخه د تسلیمۍ غوښتنه کول.

ویل کیږي چې اوس هم د دوما په سیمه کې تر ۲ سوه زره زیات ملکیان کلابنده پاته دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د