روغتیا

که هندوانه کې مو دغه نښه ولیده مه یې خورئ!

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): د نړۍ یو له خوندورو مېوو څخه یې یوه هندوانه ده، چې پخپل موسم کې تر ټولو زیاتو خوړونکې، ارزانه او ګټوره وي، په دې کې یو شمېر کیلوریز موجود دي چې د یو شمېر ناروغیو مخه نیسي.

دا میوه نه یوازې ګټوره ده بلکې ددې دانو «زړو» کې هم تغذیه موندل کیږي او ګټه لري، د هندوانې زړو نه چای جوړیږي چې د یو شمېر ناروغیو ترڅنګ د سرطان ناروغۍ مخه نیولو کې هم مرسته کوي.

خو مونږ تاسې ته دا اندازه نن سبا وخت کې ضرور کیږي چې د هندوانې، خټکي او داسې نورو میوو کې مصنوعي دوايي یا خوږه اچول کیږي تر څو د هغې په واسطه میوه خوږه کړي.

همداسې هندوانه کې هم مصنوعي درمل یا په اصطلاح شکرین چې ورته ویلی شو او داسې نور مصنوعي درمل ددې د خوږوالي او پخوالي لپاره اچول کیږي.

ددې لپاره هغه هندوانه چې تاسې په کې دننه دا ډول (په منځ کې دننه چاودیدلې وي) نښې وګورئ نو په فوري توګه یې وغورځوئ او له خوړلو یې ډډه وکړئ، ځکه چې دغه هندوانه د یوې مصنوعي لارې څخه پخه شوې ده، چې د ګټې پر ځای یې زیان زیات وي.

د طب متخصصین وايي چې د مصنوعي لارې جوړې شوې میوې، یا په ځانګړي ډول هندوانه (چې په عکس کې ورکړل شوې رنګه شکل ولري) د اعصابو ناروغي رامنځته کوي، او په بدن کې د پړسوب یا تومور (بدن غوټه غوټه شي) لامل جوړیږي.

نو د هندوانې له خوړلو وړاندې ضرور یو ځل ګورئ چې ایا په منځ کې خو چاودیدلی نه ده، که وي نو د دا ډوله هندوانې خوړلو څخه ډډه وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx