شعـــــرونه

د زلفو جال

پر سپين مخ دي تور جالونه د زلفينو
که روا شول اجتماع د نقيضينو

زما دي غيرمنصرف زړه منصرف کړی
ستا وصال يې وو ترکيب د سببينو

د رقيبه سره تل مشت و ګرېوان يم
تنازع مو ده آشنا ستا پر عينينو

زړه و تن متحرّک ستا په لقاء وه
اوس نو خود شول التقاء د ساکنينو

يو فراق دی بل خوا طعن د عالم شو
زړه مي ګرځي اوس تر منځ د دوو قطبينو

دا ليکلی دي پر مخ جذر اصم دی
که دي پروت شين خال پر وسط د حاجبينو

محبت مي په صورت کي هيولا شوه
شيخه مه راوړه توبه پر شفتينو

نور تحذير په ( الاعدام ) نظام ته مکړه
ژوند وي هسي هم مابين د عدمينو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x