د ترکيې لومړی وزیر کابل ته راورسيد

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د ترکیې لومړی وزیر بن علي ییلدریم نن کابل ته راورسيد.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، هغه په یوه ورځني سفر کابل ته راغلی چې د حکومت له دواړو مشرانو سره به وګوري، خو لومړی به له اجرائیه رییس سره ملاقات وکړي.

د فیصل په وینا د ترکیې او افغانستان پر اړیکو به خبرې وشي او د افغان سولې یادونه به هم وشي.

د ترکيې لومړی وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې تازه له دې هېواده د شاوخوا ۵۹۱ افغانانو د را شړلو خبر ورکړل شوی دی.

ځينو لوېدیځو رسنیو دوه ورځې وړاندې راپورونه ورکړل، چې ترکیې دغه افغان کډوال خپلو پوله ساتو مسوولینو ته سپارلي او دې ورځو کې به يې له هېواده وباسي.

پر دې سربېره په دې وروستیو کې په افغانستان کې د افغان ترک د ښونځيو موضوع هم ګرمه وه، خو جاوید فیصل ونه ویل چې پر دې مسائلو به هم خبرې وشي کنه.

ویل کېږي، امکان لري چې ښاغلی ییلدرم به نن غرمه له رسنیو سره هم خبرې وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د