خټکی وخورئ، ګرمي او ناروغي په مخه کړئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۷ل): د ګرمۍ موسم راتلو سره سم یې میوې هم ورځ تر بلې زیاتیږي، خو ځینې يې بیا په مزاج کې ګرمې وي او ځینې یخې.

خټکى له مزاجه يخ دی هغه څوك چې ګرمي يا جل وهلى وي خټکى بايد ډېر وخوري. خټکي ته د حکمت په کتابچو کې کوکومېس مېلو (cucumis melo) نوم هم کارول کېږي.

خټکی یا خربوزه یو شمېر ډولونه او رنګونه لري، واړه، غټ، اوږده، ګرد «ګول»، پیکه ژيړ، ژیړ او شین، چې د افغانستان په کندز، هرات، جوزجان او فراه ولایتونو کې ډير تولید لري، او یو شمېر نورو هېوادونو ته استول کیږي چې پخپل خوند سره ځانګړی نوم لري.

دا میوه ارزانه، خوږه او ګټوره ده، چې ډير په شوق سره خوړل کیږي، کې د چا خوښ نه وي هم له دې وروسته دې ددې خوړل عادت وګرزوي، ځکه چې دا د ویټامین C تر څنګ بیټا کیروټین (بدن بیټا کیروټین ماده ویټامین A ته بدلوي) او د اکسایډ ضد مادې څخه بشپړ دی.

د خټکي ګټې:

د سترګو دید لپاره ګټور دی

په خټکي کې داسې مادې (د اکسایډ ضد بیټا کیروټین) شتون لري چې د سترګو دید او روغتیا لپاره ګټور ثابتیږي، په دې کې بله داسې ماده (zeaxanthin) او ویټامین A هم شتون لري چې د سترګو نظر تیزوي، او د عمر په تېریدلو سره د سترګو لید کمزورتیا له منځه وړي.

پوستکی ښه ساتي

خټکی د بدن پوستکي لپاره جادويي ګټې لري، په دې کې د پوستکي لپاره ګټور کولګین شتون لري چې د پوستکي نرۍ ټوټه/نسجونه (د پوستکي سرونه چې غونجیږي) غونجیدلو ته نه پریږدي او د پوستکي چاودونه کموي، همدا ډول دا میوه ویټامین سي لري چې مخ طبیعي ډول ته راولي.

دفاعي سیستم قوي کوي

د جسماني او دماغي کمزورۍ لپاره د خټکي خوراک ضروري دی، په دې کې ویټامین سي، ویټامین ای، بیټا کیروټين او داسې نورې اجزا شته چې په بدن کې ګرځيدونکې خطرناکې ناروغیو مخنیوي کې مرسته کوي.

د بدن اوبه پوره کوي

د ګرمۍ موسم کې له بدن څخه د خولو په واسطه اوبه زیاتې خارجیږي، چې یوازې په اوبو څکلو دغه کمي نه پوره کیږي، ددې لپاره خټکی غوره خواړه دي، خټکی ۹۰ سلنه برخه اوبه لري، چې  د ګرمۍ موسم کې د بدن اوبه پوره کولو لپاره مناسبه غذا ده.

هاضمي سیستم ښه کوي

خټکي کې مناسبه اندازه فایبر موندل کیږي، چې د قبض په ختمولو او د کولمو په کار اچولو کې مرسته کوي، له قبض څخه شکایت کونکي دې یو ځل ضرور خټکی وازمويي.

همدا ډول خټکی د پښتورګي/ګردو، او هغه میرمنو لپاره ډير ګټور دی چې ماشوم ته شودې ورکوي.

یادونه: خټکی له ډوډۍ مخکې او فورا وروسته مه خورئ!