نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د محمد اشرف غني هغه فرمان چې پکې يې د فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې لغوه کولو امر کړی دی، غبرګونونه راپارولي دي.
د خبرنامه خبري بنسټ له مخې، د يادې ادارې کارکوونکي وايي، چې ولسمشر خپلسری کار کړی او هغه حکم کړی چې دا اداره دې د احصايې مرکزي اداره کې مدغم شي.
د دې ادارې کارکوونکي پرون شنبه په اعتراضي ډول را ټول شوي و او د ولسمشر د دې فرمان د لغوه کېدو غوښتنه يې کوله.
دوی د ادارې پر ارزښت څه نه ویل، خو اندېښنې اخیستي و، چې د ولسمشر د فرمان له عملي کېدو سره به د دې ادارې په شپږو حوزو کې سلګونه تنه بوخت کسان بې روزګاره شي.
وړاندې تر دې ګډ حکومت او بهرنیانو یو ځای دا اداره خپله لویه لاسته راوړنه بلله او له فساد سره د مبارزې د سند په توګه يې وړاندې کوله.
د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې غړي وايي، چې پر ولسمشر د هغو کسانو فشار دی چې په دې اداره کې يې د فساد دوسیې پرتې دي، ځکه خو يې دی اغفال کړی او د لغوې حکم يې ورکړی دی.
د ارګ مطبوعاتي سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، محمد اشرف غني وړاندې تر دې د دې ادارې له مشر سید حسین فخري سره د لغوې هوکړې ته رسېدلی و.
دا اداره په داسې حال کې لغوه کېږي، چې افغان حکومت لا هم د نړۍ په مفسدو حکومتونو کې څلورم مقام لري.