افغانستان

ډاکټر غني هم د کندوز پر پېښه خواشيني ښکاره کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): له نږدې يوې اوونۍ وروسته محمد اشرف غني هم په کندوز کې د شوي بمبار له امله خواشيني ښکاره کړه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې هغه تېر ماښام په داودخان روغتون کې له هغو ټپیانو سره ولیدل، چې د کندوز له دشت ارچي نه راوړل شوي و.

محمد اشرف غني پر پېښه خواشيني ښکاره کړه او دعوه يې وکړه چې د امنیتي ځواکونو دنده دا نه ده چې ملکي وګړي په نښه کړي.

دغه بمباري چې تېره دوشنبه د کندوز په دشت ارچي کې د دفتاڼو بازار ته څېرمه د دستاربندۍ پر مراسمو وشوه، پکې د لسګونو ماشومانو په ګډون ۱۷۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

محمد اشرف غني له ټپیانو سره په لیدنه کې وویل، چې امنيتي ځواکونه باید پر هغو تدابیرو کار وکړي، چې د ملکي تلفاتو مخه پکې نیول کېږي.

سره له دې چې ان محمد اشرف غني هم پر دې خونړۍ پېښه خواشيني ښيي، د ملي دفاع وزارت مسوولین پرلپسې دعوه کوي چې په بمبارۍ کې يې د طالبانو نظامي غونډه په نښه کړې او هدف يې «سم» و.

kunduz bombar madrasa (7)
کندوز، دشت ارچي

له دې ملاقات سره سره د ګډحکومت مشر د خپل لېږلي پلاوي څېړنو ته په انتظار دی، د هغه په وینا د دوی پلاوی په «دقیق ډول» پېښه څېړي.

د دې بمبارۍ په اړه چې په کور د ننه او بهر يې غبرګونونه را وپارول، اجرائیه ریاست لا هم څه نه دي ويلي، خو د مرستیال ویاند يې په تلویزوني بحث کې دا بمبار یو پر ځای عمل وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

دغه د کندوز پیشی قربانیان که هغه زخمیان دی او غلامی غنی ورته د نمایش د پاره روغتون ته ورغلی ، د هغو زخمیانو او هغو شهیدانو قاتل هغه زخمی ته ورشکته کیدل د هغو په زخمونو او د هغوی د کورنیو د زړونو په زخمونو مالګه دوړول دی . زه باور لرم که د هماغه زخمی د کورنی او خپلوانو سره د غنی د وژلو وسله او توانایی ورسره وی غنی به یی د هماغه زخمی په سر همدا سی ټوټی ټوټی کړی وی لکه غنی چه ۱۷۰ ماشومانو غوښی سره شریکی او بوجیو کی یی خخ کړل الله… نور لوستل »

pattang

دامریکایانو او نورو سره تړون او په افغانستان کې د پردویو ځواکونو پرېښودل او غملیات یې دملت دارادې او دټولو بین المللي قوانینو خلاف عمل دی ! غني دا فغان د اولس یو قاطل دی او دا مداریکیری یې په درد نخوري !

اسحق

ځدران صاحب ، تاسی خپله وایاست چه د حیواناتو سره لوی شوی یاست ، اشغلګر ( کفارو ) الله ج د کالانعام یعنی د حیواناتو نسب کړی ، چه خبل خالق د لار ښودنو خلاف د حرص له امله خبل همنوعه انسانان وژنی او یا یی استثماروی نو دوی د حیواناتو په شان عقل نه لری یعنی تفکر او تمیز نه شی کولای چه د پردو له حقوقو ځان مړول او ډکول او بلاخره مرګ راتلونکی یعنی دا هر څه نورو ته پاتی کیږی مهمه نه ده که هغه نور د چا زوی لور هم وی ده ته ګټه نه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x