افغانستان

سرپل: د طالبانو په چاپه کې نهو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د سرپل په مرکز کې طالبانو په چاپه کې شپږ عسکر وژلي او درې نور يې ټپیان کړي دي.

د کندوز د امنیت امر اسدالله حبیبي وايي، چې پېښه د مرکز اړوند د سید اباد په تخته کلي کې شوې ده او په وینا يې طالبانو له لیزري وسلو کار اخیستی دی.

د دې سرچینې په وینا په د طالبانو په چاپه کې شپږ عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي او د طالبانو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

طالبانو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي، خو وړمه شپه يې د سرپل په مرکز کې د دریو پولیسو د وژل کېدو او دریو نور د ټپي کولو خبر ورکړی دی.

د سرپل ولایتي شورا د پېښې پخلی کړی او اندېښنه ښيي چې د طالبانو له لوري د شپنیو بریدونو لپاره د لیزري وسلو کارول امنیتي ځواکونو ته لوی ګواښ دی.

تېره پنجشنبه هم د دې ولایت په مرکز کې طالبانو په د ملي اردو پنځه عسکر ووژل او اته نور يې ټپیان کړل.

چې د ځايي امنیتي مسوولینو په وینا دوی ټول شپني بریدونه د شپنیو دوربینونو او لیزري وسلو په مرسته کوي.

وړاندې تر دې نیویارک ټایمز هم داسې راپور خپور کړی و، چې د امریکايي ځواکونو له لوري له افغان عسکرو سره مرسته شوي تجهیزات ډېری د طالبانو ګوتو ته ورغلي دي.

د سرچينې په وینا، طالبانو ځینې تجهیزات په جګړه کې نیولي، خو ځینې يې له افغان عسکرو د پیسو په بدل کې اخیستي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x