دولتي عسکر له بهرني «همکار» سره

ولسي جرګه: که بهرنيان وي، افغان عسکر جګړه ګټلی شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمیسیون غړي وايي که د افغان عسکرو تر څنګ د بهرنیانو «اخلاص موجود وي» روانه جګړه به وګټل شي.

د دې کمیسیون مرستیال علي اکبر قاسمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغان ځواکونو بې وسي نه کړه بیان؛ خو ويې ویل چې د بهرنیانو نور ملاتړ او تجهیز ته هم اړتیا لري.

هغه پخپلو خبرو کې د بهرنیانو اراده سسته ونه ګڼله، خو یادونه يې وکړه: «که ناټو په دې برخه کې کلکه اراده ولري، شک نشته چې پر جنګ بریالي کېږي.»

د قاسمي په وینا که بهرنیان د افغان عسکرو نورو هم شا تکیه کړي، نو پر وسله والو به بریالي شي، هغه ونه ویل چې طالبان بریالي دي، خو په وینا يې که بهرنیان همکاري وکړي «په لږ وخت کې به د وسله والو مخالفینو د ماتې لامل شي.»

په ورته وخت کې د بهرنیانو عمومي قومندان نېکلسن پرون د خپلو ځواکونو په ستاینغونډه کې یادونه وکړه، چې دوی به خامخا بریالي کېږي.

یاده دې وي بهرني ځواکونه په تېرو اوولسو کلونو کې پرلپسې د جګړې د ګټلو ټینګار کوي، خو لا هم ځانونه ورته له پایلې لرې ښکاري.

د تېر میلادي کال په وروستیو کې ځینو سرچينو پخپلو څېړنو کې وښوده چې شاوخوا ۷۵ سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده.

د ګډ حکومت مشر ډاکټر غني او پخپله نېکولسن له سې بې ایس نیوز سره په خبرو کې ومنله، چې په کابل ښار کې د محاصرې په څېر ژوند کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د