افغانستان

ننګرهار: د خوږياڼو په کاله خېلو کې سخته جګړه روانه ده

له ننګرهار ولایت نه رارسېدلي خبرونه وايي چې د یاد ولایت د خوږياڼو ولسوالي د کاله خېلو په کوز بیار سیمه کې په ټاکنیز مرکز درنه جګړه روانه ده. په یاده جګړه کې چې نن سهار د ټاکنیز مرکز له پرانیستلو سره سمه پیل شوې ده، لاهم دوام لري.

سیمه ایز طالبان وايي چې په جګړه کې يې دغه مرکز له منځه وړی دی او ګڼ شمېر ټاکنیز کارکوونکي ټپیان او وژل شوي دي. په دې ټاکنیز مرکز کې مامور سرمعلم ولي محمد وايي، چې صندوقونه مو طالبانو  رامات کړي دي او دوی په تېښته بریالي شوي دي. د سرمعلم ولي محمد له قوله د دې مرکز دوه نور کارکوونکي امرالله او عبدالمجید سرسري ټپیان شوي دي.

د ده په خبره تراوسه په یاد مرکز کې کومه رایه نه وه لوېدلې، ځکه چې نږدې په دوه نیم سوه کوره کلي کې د نا امنیو له ويرې چا رایې اچونې ته زړه ښه نه کړ. خو دسیمې د اوسېدونکو له قوله په یاد مرکز کې صندوقونه تېر ماښام په یوه کور کې ډک شوي وو، چې اوس یواځې د نمایش لپاره اېښودل شوي وو.

د هېواد له ګوټ ـ ګوټه د بې پرې او دقیقو معلوماتو لپاره له نن ټکی اسیا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x