مسیر: د مخابراتي ماليې لپاره د شفافیت چارې په ټپه ولاړې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د تېر لمریز کال په لېندۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مشرانو جرګې سره ومنله، چې که د مخابراتي ماليې اړوند د ولسمشر فرمان تاييد کړي، دوی به يې په دوه میاشتې کې د شفافیت لپاره منظم سیسټم رامنځته کړي.

له کابله خپرېدونکې مسیر ورځپاڼه وايي، چې د حکومت له لوري لا هم د لس سلنې ماليې اخیستو اړوند شفاف سیسټم نه دی رامنځته شوی او یاد وزارت پخپله ژمنه کې پاتې ښکاري.

«نږدې پنځه مياشتې په پوره کېدو دي خو د مخابراتو وزارت نه تر اوسه د مخابراتي ماليې د را ټولولو لپاره کوم سيسټم رامنځته کړی او نه هم د دې پروسې د شفافيت لپاره اقدامات شوي دي.»

وروسته له هغه چې په مخابراتي شبکو کې پر پېرېدونکو باندې لس سلنه مالیه لازمي شوه، د څو اوونيو په اوږدو کې د میلیونونو افغانیو د ورکېدو خبر ورکړل شو.

د مشرانو جرګې غړي محمد هاشم الکوزي مسیر ته ويلي، چې د دې فساد په اړه تر اوسه چا څېړنې نه دي کړې، د هغه په وینا مخابراتو وزارت پخپله ژمنه کې پاتې راغلی چې باید ځواب ووايي.

مسیر د ماليې وزارت په حواله لیکي: «که د لس سلنې مخابراتي ماليې را ټولول بند شي، نو حکومت به د بودجې او عوايدو له پلوه له ستونزو سره مخ شي.»

سرچينه د مشرانو جرګې د بل غړي صالح محمد له خولې وايي چې را ټوله شوې مالیه د دولت د خزانې پر خای د څو مفسدو کړیو جېبونو ته ځي.

ورځپاڼه د یاد وزارت د سلاکار خان زمان امرخېل په حواله وايي : «مخابراتو وزارت له خپلې ژمنې سره سم ټولې پروسې نهایي کړې او دوه اونۍ وړاندې یې له شپږو کمپنیو یوه شارټ لېست کړې هم ده چې افغانستان ته د لس سلنې مخابراتي ماليې د راټولولو سيسټم چمتو کړي.»

امرخېل ويلي د دوی چارې په تدارکاتو کمیسیونو کې د ولسمشر د ملاحظاتو لپاره ځنډول شوې دي.

د شنونکو په باور تر شفاف نظام وړاندې له خلکو د ماليې اخیستل د دولت د قوي کېدو پر ځای څو جېبونو ته ځي چې یوازې د دولت او خلکو تر منځ فاصله پراخولی شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د